د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي
![د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي](/sites/default/files/2020-07/dabwebsitefianl.jpg)
د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په (۱۳۹۹/۰۴/۱۵) نېټې د یکشنبې په ورځ په د افغانستان بانک کې د فساد د دوسیو په تړاو د ولسي جرګې د ملي اقتصاد او د مالي او بودجې کمېسیونونو ته وغوښتل شو.
په دې غونډه کې ښاغلي اجمل احمدي په د افغانستان بانک کې د فساد د اوو قضیو د ټولو اړخونو او د دې ادارې د څلورو کارکوونکو د ګوښه کولو د موضوع په اړه د یادو کمېسیونونو غړو ته وضاحت او د ښاغلو وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل.
د افغانستان بانک د رهبرۍ غړي د ولسي جرګې د ملي اقتصاد د کمېسیون له رئیس ښاغلي عبدالحمید شریفي او د مالي او بودجې د کمېسیون له رئیس ښاغلي میر افغان صافي او نورو غړو څخه مننه کوي چې فرصت یې ورکړ څو په د افغانستان بانک کې د فساد د دوسیو جزئیات ورسره شریک کړي.
په دې غونډه کې د ولس د استازو پوښتنو ته د ځواب ورکولو تر څنګ د قضیو په څرنګوالي باندې بحث وشو۔ که چېرې په دې برخه کې د ولسي جرګې د کمېسیونونو د غړو قناعت حاصل شوی نه وي، د افغانستان بانک چمتو دی چې په دې تړاو د دوی پوښتنو ته ډېر ځوابونه وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې په د افغانستان بانک کې د فساد اووه دوسیې د ډېرو څېړنو لپاره د لوې څارنوالۍ محترمې ادارې ته لیږل شوي دي.
د افغانستان بانک د رهبرۍ غړي خوښ دي چې ولسي جرګه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان بانک سره مرسته کوي او په ګډه د فساد د پدیدې پر وړاندې مبارزه کوو.