د افغانستان بانک د بانکي سکتور د ستونزو د حل په موخه د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي د وروستیو څرګندونو هرکلی کوي

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۱۶:۴۲
د افغانستان بانک د بانکي سکتور د ستونزو د حل په موخه د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي د وروستیو څرګندونو هرکلی کوي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي تام وسټ په متحده عربي اماراتو کې د هېواد له یو شمېر سوداګرو سره د لیدلو پر مهال ویلي دي چې د افغانستان د بانکي نظام پر وړاندې شته ننګونې به ډېر ژر حل کړو.

د افغانستان بانک د ډېرو محدودیتونو د له منځه وړلو او د افغانستان د بانکي سکتور پر وړاندې د ستونزو د حل په تړاو د ښاغلي وسټ د دې نیک اقدام او ښه نیت درناوی کوي او له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو څخه غواړي څو له افغانستان سره په نورو برخو کې هم د رغنده تعامل لاره غوره کړي، څو یو ځل بیا د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ اغیزناکه اړیکې پیل شي.

د افغانستان بانک د بانکي سکتور د څاروونکي او قانون جوړوونکي په توګه یو ځل بیا خلکو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد د بانکي سکتور پر وړاندې ننګونې او ستونزې به له هرې ممکنې لارې له داخلي او بهرنیو شریکانو سره شریکې کړي او په خپل وار د بانکي سکتور او د هېواد په اقتصادي وده او پراختیا کې د هغه د ګټور رول د ښه والي ژمنه لري.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته