د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د بست نوم: د سافټ ویر د پراختیا مدېر
آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت
ګریډ: (۸) آتم
د بستونو شمېر: دوه (۲)
د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۶ د صفرالمظفر ۲۹
د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۶ د ربیع الاول ۱۲
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسؤولیتونه:
• د کړنو د ښه والي، د اغیزناکتیا او کاري ګټورتیا د زیاتولو، د ښوونیزو اړتیاوو د معلومولو او د هغوی د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه د کارکوونکو او د اړوند مدیریت د چارو مدیریت، رهبرۍ، څارلو، کنټرول او ارزول
• له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلانونو طرحه او ترتیبول
• د تقنیني او اداري سندونه لکه مقرراتو، لایحو، ستراتیژیو او پلانونو ، پالیسو، د کارکوونکو د دندو لایحو، کاري کړنلارو او معیاري فورمو د طرحې، تسوید، تعدیل او نورو پړاوونو د ترسره کولو لپاره د اړینو موادو د برابرولو په برخه کې همکاري کول؛
• د معلوماتو د ساتنې په برخه کې د کاري بهیر د اسانه کولو په موخه له اړوندو برخو سره د اړیکو او همغږي درلودل؛
له دودیزه معیارنو او لوړ خوندیتوب سره د اړتیا وړ سیستم او پروګرامونو د جوړولو لپاره د سافت ویر د انجینری او د اړتیا وو د راټولولو په برخه کې له مستقیم مدیر سره همکاری کول؛
د شته سافټویرونو د پرختیا، د راتول شوو معلوماتو د شننې او پلټنې، په شته پروګرامونو او سافټویرونو د رامنځته شوو ستونزو د حل په برخه کې له مستقیم مدیر سره همکاری کول؛
• د ادارې له اړتیاو سره سم د اپلکیشنونو يوځای کول؛
• د نويو سیستمونو پراختیا او ډیجیټلي کول او د مرکزي بانک شته اپلکېشنونو ته رسېدنه؛
• د داخلي پرمختللو سیستمونو لپاره SRS, Documentation او داسې نور اړین سندونه؛
• د بانک لپاره د سیستمونو د ډیجیټلي کولو په برخه کې د نويو ټیکنالوژیو وړاندیز کول.
• په هارډ او سافت ډول په فایلونو او کارتنونو کې په سمه او منظمه توګه د رسمي لیکونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او داسې نورو اداري لیکونو لیکل، تنظیمول او ساتل او همدا ډول د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونې سره سم په ټاکلي وخت د هغه د نورو پړاوونو ترسره کول.
• د اړوند مدیریت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د اونیزو، میاشتنيو، ربعوارو، کلنیو او د اړتیا په صورت کې د کړنو د پرمختګ په اړه د راپورونو راټولول، توحیدول او ترتیبول؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.
د بست اړین شرایط:
د زده کړې درجه او رشته: د کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لیسانس او د دندې اړوند د تخصصي سندونو درلودل او په اړونده برخه کې د ماسټرۍ سند ته ترجیح ورکول کیږي.
تجربه: د دندې اړوند درې (۳) کلنه کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې: په ملي ژبو او انګلیسي بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل Front-end Framework = (Vue or Next.js/React.js)
• Library UI = (Tailwind CSS, jQuery or Bootstrap)
• Back-end Framework = (.NET Core, Java Spring, FastApi, or Laravel)
• #Programming Languages = Java, Python, PHP or C#
• Architectures = Monolithic and Micro-services
• Technologies = Docker, RESTful API
• Databases = MySQL, SQL Server
له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، د رسمي لیکونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسؤلیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل، د دندې د محرمیت ساتل، د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهه لرل، د پروپوزلونو او د پروژې مدیریت د تنظیمولو وړتیا.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، دسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.