د تش بست خبرتیا

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۲:۳۵
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د پروګرامونو او اړیکو آمر

آمریت: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ

د پیل نېټه: ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام  ۱۵

د پای نېټه: ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام  ۲۷

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئوولیتونه:

د کړنو د ښه والي لپاره د هڅونې رامنځته کولو، د کار اغیزناکتیا او مولدیت زیاتولو، د روزنیزو اړتیاوو ټاکلو او د هغوی د ظرفیت لوړولو لپاره د کار کوونکو او اړوندو مدیریتونو د کړنو مدیریت، مشري، څارنه، کنټرول او ارزونه او د رئیس د ټاکل کیدو پر مهال د هغه په نشتون کې د چارو سرپرستي کول؛

د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ له ستراتېژۍ سره د مناسبو اړیکو رامنځته کولو له لارې، د چارو د ښه مدیریت، اداري اصلاحاتو او نوښتونو لپاره د ستراتېژیک لیدلوري او چوکاټ په اړه رئیس ته مشورې ورکول؛      

د اړوندو کمېټو مشري او د تشکیلاتي جوړښت تنظیم، اسانتیا او څارنه؛

د اړوندو کارونو د ترسره کولو په برخه کې د کاري بهیر د اسانتیا په موخه، له اړوندو برخو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول؛

د انسټیټیوټ رئیس، څار پلاوي او ټولو ونډوالو ته د کلنیو کړنو راپور وړاندې کول؛

د اړوند آمر له مشورې سره سم، د معیاري خدمتونو له وړاندې کولو، همغږۍ، اسانتیاوو او د بودجوي، پلاني، کنټرول او راپور ورکولو پروسو له ترسره کولو او مدیریت څخه د ډاډ په ترلاسه کولو سره د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ ته د ارزښت زیاتول؛

د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د پروګرامونو او اړیکو آمریت د پالیسیو، مقررو، لایحو، کړنلارو، معیاري فورمو او لنډمهاله او ستراتیژیکو پلانونو د پراختیا مدیریت؛

د افغانستان د بانکي او مالي سکتور د کارکوونکو لپاره د روزنیزو، زده کړیزو، تخصصي،تخنیکي، مسلکي او کار زده کړو د پروګرامونو د جوړولو او تنظیمولو مدیریت او څارنه؛

د لایحو، کړنلارو او اړوندو مقررو ارزونه او د اړتیا په صورت کې د تعدیل او لا ښه والي په موخه یې وړاندیز کول؛

د کورنيو او بهرنيو روزنيزو پروګرامونو د اړتیا ارزونې د تحليل په پام کې نیولو سره، د روزنې او ودې په موخه د سکتور د اړتياوو پېژندنه او ارزونه؛ 

د علمي کمېټې د کاري پروګرام چمتو کول او د منظورۍ لپاره یې وړاندې کول؛

د افغانستان د بانکي او مالي سکتور د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په موخه د روزنې او ودې د اغیزناکو لارو او مېتودونو تحليل، پېژندنه او ټاکنه؛

د کتابتونونو، معلوماتي ټکنالوژۍ او انټرنټ اړوندو برخو څارنه، ارزونه او ورته تجهيزات چمتو کول؛

د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټيټوټ د موخو او ستراتيژيک پلان په رڼا کې د روزنيزو او ظرفيت‌ لوړونې پروګرامونو ترتيب او تنظیم؛

د نوښتګرو او روزنیزو میتودونو د پراختیا په موخه د کارکوونکو د روزنې، ودې او ظرفيت ‌لوړونې د بېلابېلو میتودونو پېژندنه او تحلیل؛

د روزنیزو او مسلکي پروګرامونو د جوړولو په موخه د کورنیو او بهرنیو روزنیزو، زده کړیزو او تخصصي بنسټونو او نورو اړوندو ادارو همکاري راجلبول او ورسره د اړیکو ټینګول او همدارنګه د کاري بهیر د اسانتیا لپاره له اړوندو برخو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول؛

په اغیزناک او چټک ډول د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټيټوټ اړوند اداري مراسلاتو (لیکونو، وړاندیزونو، استعلامونو، او رسمي بریښنالیکونو) له کتنې، لارښوونو صادرولو او طی مراحلو څخه ډاډ ترلاسه کول؛

د هېواد د مالي او بانکي سکتور کارکوونکو ته د حضوري او انلاین روزنیزو او تخصصي پروګرامونو د پلي کولو د څرنګوالي څارنه؛

د درسي ټولګیو لپاره د اړینو توکو او موادو له برابرولو او اسانتیا څخه ډاډ ترلاسه کول؛

د روزنیز پلان، کلنۍ بودجې او د روزنیزو او تخصصي پروګرامونو د پلي کولو کنټرول او څارنه؛

د روزنې او ظرفیت‌ لوړونې د بودجې ترتیب او له هغې سره سم د روزنیزو پروګرامونو تنظیمول، او له پلي کولو څخه یې ډاډ ترلاسه کول؛

د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

د نورو هغو دندو او مسئوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررې سره سم ورسپارل کېږي؛

د پروګرامونو د اړتیا له مخې د ښوونکو او استادانو ګمارنه؛ له کاري پلان سره سم د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د قوانینو، مقررو، تګلارو او کړنلارو پر بنسټ د سرچینو، فعالیتونو او تر کنټرول لاندې کړنو مدیریت.

د زده کړې کچه:

د مدیریت،بشري سرچینو، ادارې او سوداګرۍ، عامه ادارې، حقوق او عامه پالیسۍ په برخو کې د لیسانس درلودل او په پورته ذکر شوو برخو کې د ماسترۍ او دوکتورا سند ته لومړیتوب ورکول کیږي.

 تجربه:

د دندې اړوند (5) کلنه کاري تجربه

مهارتونه او وړتیاوې:

د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا،له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدیتا؛ د مدیریتي مهارتونو لرل؛ له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛ په خبرو کې فصاحت او بلاغت؛ د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو په لیکلو کې وړتیا؛ د کاري مسئوولیت درک او د کاري ساحې ستونزو پېژندنه؛ په عملیاتي چارو کې مهارت درلودل؛ د دندې د محرمیت ساتنه.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

په شرایطو برابر اشخاص کولای شي یاد بست ته د نوم لیکنې لپاره خپلې CV  یانې دې  vacancies@aibf.afبرېښنالیک ته واستوي.

د آزموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شوو غوښتونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies