د تش بست خبرتیا

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۴:۴۶
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د برېښنایي پیسو مؤسسو او ادانیزو مؤسسو څارونکی

آمریت:  د غیر بانکي مالي موسسو د څارنې لوی آمریت

ګریډ: اتم) ۸(

 د پیل نېټه: ۱۴۴۷ د ربیع الاول ۲۵   

 د پای نېټه: ۱۴۴۷ د ربیع الثانی ۹

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه:

•  د جواز لرونکو مؤسسو د ساحې دننه هر اړخیزو څارنو کې ګډون او د هغوی له کړنو څخه ډاډ ترلاسه کول؛

• په تعقیبي څارنو کې ګډون کول او په هر اړخیزه څارنه کې د وړاندې شوو سپارښتنو له پلې کېدو څخه د ډاډ ترلاسه کول؛

•  په اختصاصي او موخیزو څارنو کې ګډون کول؛

• د هر اړخیزو، تعقیبي، موخه لرونکو او ځانګړو څارنو د راپورونو چمتو کول او ترتیبول او له مستقیم مدیر سره شریکول؛

•  د ساحې دننه څارنې پر مهال د اسنادو، راپورونو، معاملو، کړنو او کاري سیستمونو څېړل او شنل؛

•  د مؤسسو د داخلي پالیسیو او کړنلارو څېړل او ارزول او د مؤسسو د مسؤلینو لخوا د هغه له پلي کولو څخه د ډاډ ترلاسه کول؛

• د ترلاسه شوو شکایتونو بررسي کول او په ساحه کې د څارنې پر مهال ورته رسېدنه کول؛

•  د برېښنایي پیسو د مؤسسو او ادانیزو مؤسسو د کړنو اړوندو خطرونو پېژندنه او ارزونه؛

• د ساحې دننه څارنو له ترسره کولو مخکې د مؤسسو د اړوند راپورونو او نورو اسنادو مطالعه کول؛

•  د اړتیا په صورت کې د کاري مقرراتو او کړنلارو په تعدیل او اصلاح کولو کې ګډون کول؛

• د فعالیت د جواز غوښتونکو مؤسسو د پالیسیو، کړنلارو او سوداګریزو پلانونو د مسودې په اړه د تخنیکي نظرونو وړاندې کول؛

•  د دقیق اقدام او مراجعې په پام کې نیولو سره په ټاکلي وخت د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکنو لیکل، تعقیبول او طی مراحل کول؛

• د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په کارتنونو او دوسیو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکنو په کره او منظمه توکه تنظیمول او ساتل؛

• د کاري پلانونو ترتبیول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول

• د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې له کړنلارو، دستورالعملونو او د لوړپوړي چارواکي له لارښوونو سره سم د لایحې او مقرراتو پر بنسټ سپارل کیږي

د زده کړې کچه:

• په اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکداري ، اداره او سوداګرۍ، عامه اداره یا محاسبه کې لیسانس لرل اړین دي، او په یادو برخو کې د ماسټرۍ سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

تجربه:

لږ تر لږه د دندې اړوند درې (۳) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې

• د دندې محرمیت ساتل

• د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا

•  د مدیریتي مهارتونو درلودل

• په خبرو کې فصاحت او بلاغت لرل

• له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا

• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا

• د کاري مسوولیت درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل

• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا

• د دندو اړوند مسایلو تحلیل، د مالي مسایلو تفسیر او دقیق مالي راپور ورکولو وړتیا

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

 • درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies