د تش بست خبرتیا

Mpoya
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۶:۴۹
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د پُست نوم:  امنیتی مدیر

آمریت: د افغانستان د اداینو سېستم لوی آمريت

ګریډ : اتم (۸)

د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۵ د شوال المکرم  ۱۵

 د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۵ د  شوال المکرم  ۲۹

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه:

• د چارو د ښه والي او د کاری اغیزناکتیا د زیاتېدو، د روزنیزو اړتیاوو د معلومولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه د اړوندو کارکوونکو د کړنو مدیریت، څارل، کنټرولول او ارزول؛

• د تقنیني او اداري سندونو لکه مقررو، لایحو، پلانونو، ستراتیژیو، پالیسیو، د کارکوونکو د دندو لایحو، کاري کړنلارو او فورمو د طرحه کولو، ترتیبولو، تسویدولو، تعدیلولو او طی مراحلو په موخه له مستقیم مدیر سره د موادو په چمتو کولو کې همکاري کول؛

• د بودیجې په اړه د کاري بهیر د لا اسانتیا په موخه له اړوندو برخو سره د اړیکو ټینګول او د همغږي درلودل؛

• د میاشتني، ربعوار، کلني راپورونو راټولول او یو ځای کول او مستقیم مدیر ته د هغه لېږدول؛

• د معلوماتي ټکنالوژۍ د ټولو څانګو امنیت او سایبري خطرونو مدیریت (د سرورونو سیستم، د ډیټابیس سیستم، د شبکې سیستم، د آی تي عملیاتي او د داتا سنټر امنیت) د اپلیکیشن سیستم او ISID؛

• د یادې ادارې د امنیتي اړتیاوو شنل او ارزول او د هغوی د حل لارو وړاندیز کول؛

• د اړتیا وړ امنیتي پالیسیو، کړنلارو، ستراتیژیو او لارښوونو جوړول، ترتیبول، پراختیا او بشپړول؛

• د معلوماتي ټکنالوژۍ برخو او د اپلیکیشن سیستم ته د اساساتو (baseline) او اړینو امنیتي معیارونو طرحه، وړاندیز او پلي کول؛

• د معلوماتي ټکنالوژۍ، اساساتو او الزامي معیارونو د پالیسۍ او کړنلارې د پلي کېدو او مطابقت څارل؛

• د افغانستان د اداینو سیستم د غړو ادارو د یو ځای کېدو او تعامل لپاره د غوره امنیتي اقداماتو تنظیم او یوځای کولو لپاره همغږي او همکاري؛

• د امنیتي ټیم د کړنو منظمه څارنه، د اغیزناکو اقداماتو د اړتیا وړ هدایاتو او لارښوونو (د ټولو اوږد مهاله او لنډ مهاله پلانونو داکمنټ کول، دندې، د patches پلي کول او داسې نورې اړتیاوې) ؛

• د سرغړونو پېژندل او د معلوماتي ټکنالوژۍ د سیسټمونو د امنیت نشتوالی، اپلیکیشن او د بدو پایلو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات؛

• د احتمالي امنیتي جورښت ګواښونو او سایبري خطرونو پر وړاندې د معلوماتی تکنالوژۍ د ټولو برخو او اپلېکېشن سیستم پر وړاندې د امنیت جوړښت، فعال او جورښتونو بیخ بنا اغیزمنتوب ارزونه؛

• د امنیتی او سایبري خطرونو مخنیوي لپاره اړین اقدامات او همدارنګه د امنیتي یا سایبري پېښو په جریان کې او وروسته د محتاطانه اقداماتو ترسره کول؛

• د معلوماتي تکنالوژۍ ټولو امنیتي جوړښتونو او بیخ بناوو ته د امنیت د ښه والي شنل، بیاکتنه او څارنه؛

• د افغانستان د اداینو سېستم، امنیتي سیستمونو ته د اغیزمنو او کم لګښته لارو برابرول؛

• د دې ادارې افزارونو د خصوصی حریم د سرغړونو او د بدو ګواښونو پر وړاندې اقدام؛

• فعاله څېړنه او د امنیتي پېښو او احتمالي سایبر خطرونو لپاره د حل وړاندیز کول چې ممکن له هر لوري څخه ممکن وي؛

• د معلوماتي تکنالوژۍ سیستم ټولو امنیتي بیخ بناوو او د افغانستان د اداینو سیستم د اپلیکیشن سیستم ته د تخصصی او مسلکي امنیتي نظرونو وړاندې کول؛

• د معلوماتي تکنالوژۍ د امنیتي ننګونو د حل لارې موندل، د امنیتي مهارتونو دوامداره زده کړه او د معلوماتي تکنالوژۍ او اپلېکېشن سیستم د ټولو برخو د خطرونو، ګواښونو او سایبري بریدونو اداره کول؛

• د سایبري امنیتی پروژو او پروگرامونو د فعالیت او پراختیا لپاره له ښکېلو چارواکو او اورگانونو سره ناسته او خبرې کول؛

• د کاري پلانونو چمتو کول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

•د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو او د یاد آمریت د لایحې او مقررو پر بنسټ ورسپارل کېږي.

د زده کړې کچه او څانګه:

د سایبري امنیت، د معلوماتي تکنالوژۍ امنیت، کمپیوټر ساینس، د معلوماتي ټکنالوژۍ کمپیوټر اپلیکېشن په برخو کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ درلودونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

تجربه: د دندې اړوند (۳) کاله کاري تجربه.

وړتیاوې او توانايي:

• د هېواد له رسمي او انګلیسي ژبو سره بلدتیا؛

• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛

• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛

• له بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا؛

• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛

• د کاري مسئولیت او په کاري ساحه کې د ستونزو د پېژندلو د پوهې او درک درلودل؛

• په وینا کې فصاحت او بلاغت؛

• د پروپوزلونو او د پروژو اداره کولو وړتیا؛

• د دندې د محرمیت ساتل؛

• د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه د پوهاوي درلودل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي اسناد دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies