د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د بست ځانګړتیاوې
د بست نوم: د بکند (Backend) د پراختیا مدیر
آمریت : د افغانستان د د اداینو دسیستم عمومي آمریت
ګریډ: اتم (8)
د پیل نېټه: 1445 ذوالقعدة الحرام 23
د پای نېټه : 1445 ذوالحجة الحرام 8
د ګمارنې ډول: دایمي
د دندې لایحه:
• د چارو د ښه والي او د کاري اغیزناکتیا د زیاتیدو، د روزنیزو اړتیاوو د معلومولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه د کارکوونکو د کارونو مدیریت، رهبري، څارل، کنټرولول او ارزول؛
• د افغانستان د اداینو سیستم د لوی آمریت د تقنیني او اداري سندونو لکه مقررو، لایحو، پلانونو، ستراتیژیو، پالیسیو، د کارکوونکو د دندو لایحو، کاري کړنلارو او فورمو په طرحه کولو، ترتیبولو، تسویدولو، تعدیلولو او طی مراحلو کې له مستقیم مدیر سره همکاري؛
• د (Backend) په برخې کې د کاري بهیر اسانه کولو په موخه له اړوندو برخو سره د اړیکو او همغږۍ ترسره کول؛
• د میاشتنۍ، درې میاشتنۍ، کلنۍ بودیجې او راپورونو راټولول او توحیدول او مستقیم مدیر ته د هغه لېږل؛
• د (Backend) کوډ پراختیا او اداره کول او فرنټ اینډ سره د هغه له همغږۍ د داد تر لاسه کول؛
• د Feature branches، semantic versioning، semantic git commit messages پر بنسټ په یو VCS کې د کوډبیس ساتل؛
• د پراختیا د ټولو پړاونو لکه setup development environment، API، deployment، maintenance، troubleshooting، server and database management له طرحه کولو، اداره کولو او مستند کولو څخه د ډاډ ترلاسه کول؛
• د پراخه شوو اپلیکیشنونو د deployment او maintenance په موخه طرحې وړاندې کول او پلي کول؛
• د لوی (مافوق) مدیر له لارښوونو سره سم د ډیټابیس طرحه کول، ډیزاینول او مستند کول؛
• په ډیټابیس کې د کاروونکو معلوماتو د پټولو، لاګونو، د شبکې اتصالونو، د deployment بېلابېلو پړاوونو ته د یوزرونو د لاسرسۍ محدودولو، اپلیکیشنونو ته لاسرسۍ د پلټنې (اډیټ) او داسې نورو کې د سمو اقداماتو په جوړولو سره د مالوماتو له امنیت څخه د ډاډ ترلاسه کول؛
• د سرور او ډیټابیس د scheduling، multithreading و configuration له لارې په سرورونو کې د شته اسانتیاوو له چټکتیا او غوره کارونې څخه د ډاډ ترلاسه کول؛
• د Frontend ټیم او درېیمې ډلې د کارولو لپاره د امنیتي اقداماتو په پام کې نیولو سره د API طرحه او پلي کول؛
• د Frontend ټیم په همکارۍ سره د اپلیکېشنونو پیژندل او اصلاح کول؛
• د ډیټابیسونو، لاګونو او باینریونو د نسخه شوي بک آپ مدیریت او له هغه څخه د ډاډ ترلاسه کول؛
• دپراختیا ورکړل شوو محصولاتو پر وخت پراختیا او سپارلو کې همغږي درلودل؛
• د کاري پلانونو چمتو کول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کو؛
• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.
د بست اړین شرطونه
د زده کړې درجه او رشته: لږ تر لږه په کمپیوتر ساینس، مالوماتي ټکنالوجۍ کې لیسانس او د ماسټرۍ سند لرونکي ته ترجیح کېږي.
تجربه: د دندې اړوند (3) کلنه تجربه
مهارتونه او وړتیاوې: د هېواد له رسمي او انګلیسي ژبو سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په وینا کې فصاحت او بلاغت، د کمپیوټر له پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا، له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو له قوانینو سره اشنايي، د کاري مسئولیتونه درک کول او په کاري ساحو کې د ستونزو پیژندنه، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د بانکي عملیاتو له چارو سره بلدیت، د ظیفوي محرمیت ساتل، له کمپیوټري پروګرامونو او بانکی سیستمونو Java, Spring Boot, relational databases سره بلدتیا.
شخصي صفتونه او ارزښتونه: صادقه، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي درلودونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار کولو ته لېواله، همکار، مسؤلیت منونکی، تصمیم نیونکی او په کاري برخه کې مسلکي او ښه همغږي رامنځته کوي.
یادونه:
نوټ: درخواست کوونکي یوازی ددې Jobs.dab.gov.af ویب سایت له لاری باید اول ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست ته اپلای وکړي.
د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.