د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: د حقوقي ملاتړ مدیر
آمریت: د افغانستان د اداینو سیستم لوی آمریت
گریډ: اتم (۸)
د پیل نیټه : ۱۴۴۶ د ربیع الثاني ۱۸
تاریخ ختم : ۱۴۴۶د جمادی الاول ۲
د ګمارنې: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
• د اړوندو کارکوونکو د کړنو مدیریت، مشري، څارنه، کنترول او ارزونه، د کار د ښه والي لپاره د هڅونې رامنځته کول، د کار مؤثریت او تولید زیاتول، د روزنیزو اړتیاوو ټاکل او د هغوی د ظرفیت لوړول.
• د قوانینو د رعایت او اداري پروسو د روڼتیا په موخه د اړونده شعبو او سیستمونو په کچه د درغلیو ارزول.
• د حقوقي چارو اړوند د کارکوونکو د کچې د لوړولو په موخه د قوانینو، مقررو او تصویبونو په اړه پوهاوی ورکول، او همدارنګه د درغلۍ د مخنیوي او صفر ته د رسولو په موخه د اغیزمنو پروګرامونو ترسره کول.
• د افغانستان د اداینو سیستم د ټولو حقوقي چارو ترسره کول.
• د سیستم د نښلولو د پروسې له پيل څخه او د فعالیت په جریان کې د اړونده کړنلارو، تصویبونو او تګلارو سره سم د اداینو سیتسم د ټولو غړو د حقوقي اسنادو طی مراحل.
• د سیستم د نښلولو د پروسې له پيل څخه او د فعالیت په جریان کې د اړونده کړنلارو، تصویبونو او تګلارو سره سم د EMIs, MNOs, PIs, PSPs د حقوقي اسنادو طی مراحل.
• د افغانستان د اداینو سیستم آمریت په تقنیني اسنادو کې د اړتیاوو او د آمریت د لارښوونې په پام کې نیولو سره د تعدیلاتو ترسره کول.
• د بریښنایي معاملو دوامداره څارنه او د سمارټ ویستا اپلیکیشن له لارې د پیسو وینځلو د مراحلو کنترول.
• د افغانستان د اداینو سیستم آمریت اړوند د ټولو هوکړه لیکونو ترتیب.
• د افغانستان د اداینو سیستم آمریت اړوند د ټولو قراردادونو ترتیب.
• د عدم مسوولیت/ د معلوماتو د عدم افشا کولو د سندونو ترتیب.
• د آمریت د دندو لایحو او تشکیلاتو په ترتیب کې همکاري.
• د ټولو ناظر ادارې اړوند د چارو پرمخ وړل او د پلټنې د ټیمونو سره د فوکل پواینټ په توګه همکاري کول.
• د آمریت په استازیتوب په حقوقي او د اداري فساد اړوند غونډو کې ګډون.
• د کاري پلانونو ترتیب او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول.
• د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له هدایاتو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
• د حقوقو، عامه ادارې او مدیریت په برخه کې د لیسانس درلودل، او په یادو برخو کې د ماسترۍ درجې ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه:
• د دندې اړوند (2) کاله کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې:
له ملي ژبو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا، د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا، له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، د کاري مسئولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل، د دندې د محرمیت ساتل، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، په پښتو او دري ژبو د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو، تګلارو، کړنلارو، ستراتیژیانو، پلانونو او طرحو د لیکلو وړتیا، د پروپوزلونو د ترتیب او د پروژو حقوقي مدیریت وړتیا درلودل.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.