د دعوت او ارشاد لوی آمریت
د دعوت او ارشاد لوی آمریت د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۳/۰۶/۱۴ نېټې د (۱۹) مې ګڼې د ۱ او ۲ بند د پرېکړې او همدا ډول د افغانستان بانک د عامل پلاوي د ۱۴۰۰/۱۱/۳۰ ه ل نېټې د (۱۴۶) مې ګڼې تصویب پر بنسټ د افغانستان بانک د کار کوونکو د دیني پوهې د لوړولو په موخه د افغانستان بانک په چو کاټ کې جوړ شوی دی.
لید لوری
د دې آمریت لید لوری د اسلامي ارشاد او دعوت د اصولو او ارزښتونو پر بنسټ د علمي، اخلاقي، ټولنیزو او کلتوري ارزښتونو د خپرولو، دودولو، پراختیا او ټینګښت تأمینول رانغاړي.
موخې
په ادارو کې د دې آمریت د جوړېدو موخه د کارکوونکو د دیني پوهې د کچې لوړول دي.
دندې او مسوولیتونه
د دعوت او ارشاد لوی آمریت مسئولیتونه د بانک د کارکوونکو د دیني پوهې لوړول او د بانک په کچه د معنوي او اصلاحي پرګرامونو جوړول دي.
تشکیلاتي جوړښت
د دعوت او ارشاد لوی آمریت په خپل تشکیلاتي جوړښت کې یو لوی آمر چې تر کنټرول لاندې یې یو ښوونکی (مدرس)، یو د مسجد ملا امام، یو اجرائيه مدیر او یو مبلغ کار کوي، چې هر یو یې د خپلو دندو په محدوده کې د دې آمریت مسئولیت پر مخ وړي.