د دعوت او ارشاد لوی آمریت

د دعوت او ارشاد لوی آمریت د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۳/۶/۱۴ نېټې د (۱۹) مې ګڼې د لومړي او دوهم بند پرېکړې پر بنسټ او د افغانستان بانک د عامل پلاوي د ۳۰/۱۱/۱۴۰۰ نېتې د (۱۴۶) مې ګڼې د تصویب پر بنسټ د افغانستان بانک د کار کوونکو د دیني زده کړو او دیني پوهي د کچې د لوړولو په موخه د افغانستان بانک د تشکیلاتو په چو کاټ کې جوړ شوی دی.

موخې

په ادارو  کې د دې آمریت د رامنځ ته کیدو موخه د کارکونکو د دیني پوهې د کچې لوړول دي.

دندې او مسؤلیتونه

د دعوت او ارشاد لوی آمریت مسؤلیتونه د بانک د کارکوونکو د دیني پوهې لوړول او د بانک په کچه د معنوي او اصلاحي پرګرامونو جوړول دي.

تشکیلاتي جوړښت

د دعوت او ارشاد لوی آمریت په خپل تشکیلاتي جوړښت کې یو لوی آمر چې د آمریت په رائس کې شتون لري،یو ښوونکی (مدرس)، یو د مسجد ملا امام،یو اجرائيه مدیر یو مبلغ لري،چې هر یو یې د خپلو دندو په برخه کې د دې آمریت مسؤلیت پر مخ وړي.