د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د بست ځانګړتیاوې
د بست نوم: د ERP ارشد آفیسر
آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت
ګریډ: اووم (۷)
د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۶ د صفر المظفر ۱۵
د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۶ د صفر المظفر ۲۸
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئولیتونه:
- پالیسۍ، کړنلارې او د هغه له فارمونو سره سم د کور بنکنګ سیستم په یو شمېر ماډیولونو کې د مرکز او نمایندگیو کارکوونکو د اړتیا وړ کارنونو (یوزرونو) جوړول، تعدیلول، لوړول او د واکونو راکمول؛
- د کارنونو د ستونزو په حلولو کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول، له پالیسیو، کړنلارو او اړوندو فارمونو او اړینو لارښوونو سره سم د سی بي اس کارنونو حسابونو ته د لاسرسي برابرول؛
- له پالیسیو، کړنلارو او اړوندو فارمونو سره سم د سی بي اس د کارنونو او داسې نورو ماډیولونو نوي کول او د بانکي سیستم په ماډیولونو کې د کارنونو د پټو نومونو (پاسورډونو) نوي کول؛
- د پالیسیو، کړنلارو او د سي بي اس او نورو ماډیولونو د فارمونو په ترتیبولو او جوړولو کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛
- د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو لیکل او د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونې سره سم په ټاکلي وخت د هغه طی مراحل؛
- په هارډ او سافټ بڼه په دوسیو او کارتنونو کې په کره او منظمه توګه د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو تنظیمول او ساتل؛
- د اړوند مدیریت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د اونیزو، میاشتنيو، ربعوار، کلنیو او د اړتیا په صورت کې د کړنو د پرمختګ په اړه د راپورونو راټولول، توحیدول او ترتیبول؛
- د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
- د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.
د بست اړین شرایط:
د زده کړې درجه او رشته: د کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لیسانس او د دندې اړوند تخصصي سندونو درلودل.
تجربه: د دندې اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه
مهارتونه او وړتیاوې: په ملي ژبو او انګلیسي بلدیت، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، د کمپیوټر پروګرامونو او بانکي سیستمونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له نورو برخو سره بلدتیا، د پروپوزل د ترتیبولو او د پروژو د مدیریت وړتیا، له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسؤلیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل، د دندې اړوند محرمیت ساتل، د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهه لرل، د SQL، Oracle په پروګرامونو او د دندې اړوند نورو پروګرامونو کې وړتیا، په کور بنکینګ کې د کارن مدیریت بشپړه وړتیا چې د مرکزي بانکونو لپاره ډیزاین شوی دی، د بانکي کور بنکینګونو په کارن مدیریت کې کافي تجربه درلودل، په کاري محدوده کې په اړوندو سیستمونو کې د کیوري لیکلو بشپړه وړتیا درلودل+, N+, MCSE, Mange Engine Desk Top System.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، دسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.