په کاتب پوهنتون کې د عامه اعتبارونو د ثبت روزنیز ورکشاپ جوړشو
د افغانستان بانک په کاتب پوهنتون کې د عامه اعتبارونو د ثبت او پر منقولو مالونو د رهني حقونو د ثبت د سیستمونو په اړه روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.
د دې ورکشاپ د جورېدلو موخه د عامه پوهاوۍ لپاره د رهني مالونو د حقونو د ثبت او د عامه اعتبارونو د ثبت د سیستمونو پېژندل ګڼل کیږي.
په پیل کې د عامه اعتبارونو د ثبت لوی آمر، ښاغلي ډاکټر سید عزیز سادات د عامه اعتبارونو د ثبت او پر منقولومالونو د رهني حقونو د ثبت سیستمونو معرفی کړل او د یادو سیستمونو د ارزښت او د سوداګرۍ او پانګونې په وده کې د هغه د رول، د پور ورکولو د پروسې د چټکتیا او په پور ورکونه کې د وخت او لګښت د سپمولو په اړه وضاحت وړاندې کړ.
ښاغلي سادات زیاته کړه چې د یاد ورکشاپ د جوړولو موخه د بانکونو، مالي مؤسسو او نورو پور ورکوونکو مؤسسو لپاره د اسانتیاوو رامنځ ته کول دي چې د دې سیستمونو له جوړیدو څخه مخکې د زیاتو ادارو لپاره مالي وجوهو ته لاسرسۍ ستونزمن ؤ چې د یادو سیستمونو په جوړیدو سره یې مالي وجوهو ته د لاسرسۍ د زیاتوالی په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د افغانستان د سوداګریزو بانکونو استازو هر یو په خپل وار سره د عامه اعتبارونو د ثبت او د منقولو مالونو د رهني حقونو د ثبت د سیستمونو لخوا د رامنځ ته شویو آسانتیاوو او د اړوندو بانکونو د پور ورکولو په شرایطو خبرې وکړلې.