د ازبکستان د مرکزي بانک له چارواکو سره انلاین غونډه جوړه شوه

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۱۰:۵۵
د ازبکستان د مرکزي بانک له چارواکو سره انلاین غونډه جوړه شوه

۱۳۹۹ د مرغومي ۲۷- د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د ازبکستان د مرکزي بانک له لوړ پوړو چارواکو سره انلاین غونډه ترسره کړه.

دا غونډه چې له نړیوالو او سیمه ایزو ادارو او مالي مؤسسو سره د اړیکو د پیاوړتیا او تنظیم او همدا راز د معقولو مالي او پولي پالیسیو د طرحه کولو او جوړولو لپاره د معلوماتو د شریکولو په موخه جوړه شوې وه، په لړ کې یې د تخنیکي همکاریو، معلوماتو او تجربو پر شریکولو بحث او خبرې اترې وشوې.

ښاغلي اجمل احمدي په اړوندو اقتصادي، سوداګریزو او د پانګونې په برخو کې د دوست هېواد ازبکستان له همکاریو د مننې او ستاینې ترڅنګ د یاد هېواد د مرکزي بانک له چارواکو وغوښتل څو د سالمو بانکي اړیکو په رامنځته کولو کې له د افغانستان بانک سره همکاري وکړي.

د ازبکستان مرکزي بانک له د افغانستان بانک سره د هر ډول تخنیکي همکارۍ، معلوماتو او تجربو د شریکولو ژمنه وکړه او د دواړو هېوادونو د مرکزي بانکونو ترمنځ د اړیکو پر دوام یې ټینګار وکړ.

باید یادونه وکړو چې په دې غونډه کې د ازبکستان د مرکزي بانک مرستیالانو بابر ابوبکروف او بهزاد خمروف ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 ذوالحجة الحرام  24 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د ذوالحجة الحرام  د میاشتې په 25 نېټه (1403/04/12) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۵۷
Background image

د اسلامي مالي خدمتونو بورډ کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان بانک سرپرست رئیس جیبوټي هېواد ته لاړ

۱۴۴۵ ذوالحجة الحرام  ۲۲ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلی هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوی جیبوټي هېواد ته لاړ، ترڅو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په ۲۲ کلنۍ غونډه کې ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې یو شمیر مغرضو اشخاصو د ټولنیزو شبکو په ځینو پاڼو، په ځانګړې توګه ټلګرام کې پر غولوونکو فعالیتونو لاس پورې کړی دی، او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د جلبولو په موخه په. . .

بېرته خبرونه ته