د تاشکند غونډه: د افغانستان پلاوي ارزي زېرمو ته د افغانستان بانک پر لاسرسي ټینګار وکړ

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۵/۸ - ۱۶:۲۷
د تاشکند غونډه: د افغانستان پلاوي ارزي زېرمو ته د افغانستان بانک پر لاسرسي ټینګار وکړ

د بهرنیو چارو وزارت په استازولۍ د افغانستان لوړ رتبه پلاوي چې په هغې کې د افغانستان بانک نمایندګان هم شامل وو، د روان کال د زمري د میاشتې پر ۵ مه نېټه د ازبکستان هیواد د تاشکند په ښار کې د امریکا د متحده ایالتونو له استازو سره په غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د ارزي زیرمو او د افغانستان د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې د هغې د رول په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې. د افغانستان پلاوي ارزي زېرمو ته د افغانستان بانک پر لاسرسي او د افغانستان بانک د قانون د حکمونو په رڼا کې د مطلوبو موخو د ترلاسه کولو لپاره له هغې څخه پر رسمې استفادې ټینګار وکړ.

په پایله کې دواړو اړخونو موافقه وکړه چې پدې اړه خبرو اترو ته دوام ورکړي ترڅو مطلوبو پایلو ته ورسېږي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 ذوالحجة الحرام  24 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د ذوالحجة الحرام  د میاشتې په 25 نېټه (1403/04/12) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۵۷
Background image

د اسلامي مالي خدمتونو بورډ کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان بانک سرپرست رئیس جیبوټي هېواد ته لاړ

۱۴۴۵ ذوالحجة الحرام  ۲۲ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلی هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوی جیبوټي هېواد ته لاړ، ترڅو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په ۲۲ کلنۍ غونډه کې ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې یو شمیر مغرضو اشخاصو د ټولنیزو شبکو په ځینو پاڼو، په ځانګړې توګه ټلګرام کې پر غولوونکو فعالیتونو لاس پورې کړی دی، او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د جلبولو په موخه په. . .

بېرته خبرونه ته