د عینک د مسو پروژې له استازو سره غونډه
![د عینک د مسو پروژې له استازو سره غونډه](/sites/default/files/2022-12/this_is_for_sinte1.jpg)
۱۴۴۴ جمادي الاول ۷ مه - د عینک د مسو کان د پروژې د چارو د بیا ځلي پیل او په دې برخه کې د بانکي اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه د افغانستان بانک د پالېسۍ ستر سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي په مشرۍ د MCC شرکت له استازو سره ناسته غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د دغې پروژې د پيل لپاره د بانکي سیستم له لارې د پيسو د لېږد او يو شمېر نورو اړوندو مسايلو په اړه بحث او د نظريو تبادله وشوه.
په دې کتنه کې ښاغلي پسرلي د دغه شرکت استازو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک رهبري ژمنه ده چې د ټولو ملي پروژو د تطبیق لپاره لازمې مالي او بانکي اسانتیاوې برابرې کړي.
د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د MCC شرکت استازو د افغانستان بانک له نیک نیت څخه مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې د دې پروژې د کار د ښه پيل په موخه به ورته اړینې اسانتياوې برابرې شي.