د افغانستان بانک رئیس د سرپل او جوزجان له نمایندګیو لیدنه وکړه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۷:۵۷
د افغانستان بانک رئیس د سرپل او جوزجان له نمایندګیو لیدنه وکړه

۱۴۴۶ د ربیع الاول ۱ – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا چې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه د لیدنې په موخه یې ولایتي سفر پیل کړی دی نن یې د سرپل او جوزجان ولایتونو له نمایندګیو څخه له نږدې لیدنه وکړه.

په دې سفر کې د افغانستان بانک رئیس په یادو نمایندګیو کې د افغانستان بانک له کارکوونکو وغوښتل، چې د درنو هېوادوالو لپاره د ښو خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي، ترڅو درانه هېوادوال پر وخت له غوره بانکي خدمتونو برخمن شي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه د افغانستان بانک د مالي او بانکي خدمتونو د پراختیا لپاره ژمن دی او په همدې موخه یې تر دې مهال د هېواد په یو شمېر هغو سیمو کې چې له دې وړاندې هلته مالي او بانکي خدمتونه موجود نه وو، نوې څانګې پرانیزي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د روانې اونۍ په پیل کې د دې بانک له نمایندګیو څخه د نږدې لیدنې او درنو هېوادوالو ته د غوره مالي او بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه سفر پیل کړی، چې تر دې مهاله یې د میدان وردګ، بامیان، غور، سرپل او جوزجان ولایت له نمایندګیو لیدنې تر سره کړي او مسئولینو ته یې لازمې لارښونې کړي دي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته