د افغانستان بانک سرپرست رئیس د کوچنیو پورونو په کنفرانس کې ګډون وکړ

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۱۱:۵۸
د افغانستان بانک سرپرست رئیس د کوچنیو پورونو په کنفرانس کې ګډون وکړ

د ۱۴۴۵ د ربیع الثاني ۱۵ مه – د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د کوچنیو پورونو کنفرانس کې، چې د کابل په سرینا هوټل کې جوړ شوی وو، ګډون وکړ. په دې غونډه کې د یوناما ترڅنګ نورو نړیوالو ادارو او د امارتي ادارو مسئولینو هم ګډون درلود.

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري وویل چې د کوچنیو تشبثاتو سکتور د هېواد  په اقتصاد کې مهمه ونډه لري او د کوچنیو پورونو مالي موسسې په غیربانکي مالي سکتور کې د مالي محصولاتو تنوع او په ځانکړې توګه مالي محصولاتو ته د لاسرسي، زارعینو ته د زراعت د ودې او کوچنیو متشبثینو ته د سوداګریو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کوي او په ټوله کې د بې وزلۍ په کمولو کې مهم رول لري. ښاغلي بدري زیاته کړه چې د افغانستان بانک د دې سکتور د اهمیت په پام کې نیولو سره، مقرراتي اډانه جوړه کړې ده او ډېر ژر به د مقرراتي چوکاټ په رڼا کې د فعالیت جوازونه صادر کړي. همدارنګه، د افغانستان بانک د دې سکتور د پراختیا او خوندیتوب لپاره اړین پروګرامونه په پام کې نیولي دي او اوسمهال د یاد سکتور د خوندیتوب او د پانګو د ساتنې لپاره د مالي حمایوي صندوق د جوړولو په طرحې کار کوي ترڅو د دې صندوق له لارې په ټاکل شوي فورمول او د لازمو شرایطو سره سم له هغو مؤسسو سره چې ستونزو سره مخ کېږي، مرسته وشي. همداراز، بانکونه هم باید کوچنیو پورونو ته یوه برخه ځانګړې کړي.

ښاغلي بدري د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې د دې سکتور د خوندیتوب، روڼتیا او نړیوالو معیارونو ته د ژمنتیا په تړاو ټولو نړیوالو ادارو ته ډاډ ورکوي او له هغوی څخه د مننې ترڅنګ يې ترې وغوښتل چې د دې سکتور د پياوړتیا لپاره فرصتونه برابر کړي او په افغانستان کې د فقر کمولو په برخه کې ګامونه پورته کړي. ښاغلي بدري زیاته کړه چې له دې وروسته به د کوچنیو پورونو مؤسسې اړ وي چې د افغانستان بانک څخه د فعالیت جواز ترلاسه کړي او د پورونو مدیریت لپاره ځانګړې پالیسۍ جوړې کړي. همدا ډول، ښاغلي بدري زیاته کړه چې د افغانستان ښځینه وګړي کولای شي چې د افغاني عنعناتو په رڼا کې په تشبث کې ونډه واخلي او په دې لړ کې يې د افغانستان بانک لخوا د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

 ښاغلي بدري د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د افغانستان بانک په دې برخه کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو هڅو ته د قدر په سترګه ګوري او چمتو دی چې له دې ادارې سره یوځای د نوموړي سکتور د ودې لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان چمتو دی چې د خپلو بېلابېلو ادارو او د اروپايي ټولنې،  نړیوال بانک، او آسیا پراختیايي بانک په څېر نورو نړیوالو ادارو سره یو ځای د دې سکتور ملاتړ وکړي او له اسلامي شریعت سره د مطابقت لرونکو محصولاتو له لارې او د اسلامي هېوادونو د متخصصینو د تخنیکي ملاتړ پر مټ دا سکتور په پښو ودروي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد، د غیربانکي مالي مؤسسو لوی آمر ښاغلي احمد ظاهر ناصرزي او د اسلامي بانکوالۍ د څارنې لوی آمر ښاغلي ډاکټر یوسف سلیم سربېره د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت، کرنې، او بو لګولو او مالدارۍ وزارت مسئولینو، د سوداګریزو بانکونو، خصوصي سکتور او کوچنیو تشبثاتو استازو هم ګډون کړی وو. همدا ډول د افغانستان د کوچنیو تشبثاتو لخوا د جوړو شوو محصولاتو نندارتون هم د دې کنفرانس یوه برخه وه.

 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۵۲
Background image

د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت بیا ځلي پرانیستل شو

د ١٤٤٦  ذوالحجة الحرام ۶ مه – د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد له لوري بیا ځلي پرانیستل شو.

ښاغلي صدیق الله خالد د یاد انستیتوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۳
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس د چین له سفیر سره پر مالي او بانکي همکاریو خبرې وکړې

۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۴ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا، د چین هېواد له سفیر ښاغلي جاو شینګ سره په لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او بانکي همکاریو پر پراخېدو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د افغانستان بانک له لوري په شمال زون کې مندرس بانکنوټونه وسوځول شول

۱۴۴۶هـ ق، ذوالقعدة الحرام ۱۶ - د افغانستان بانک د پولي راکړو ورکړو په برخه کې د آسانتیا رامنځته کولو او له ګردښت څخه د مندرس شویو بانکنوټونو د ایستلو په موخه، په شمال زون کې د ۸۴۳. . .

بېرته خبرونه ته