د افغانستان بانک په ختیځ زون کې د افغانۍ د دودولو په اړه د عامه پوهاوۍ پروګرام جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۹/۲۷ - ۱۵:۴۷
DAB4

کابل د 1397 د لیندی 27_ د افغانستان بانک د افغانۍ د دودولو او ښه ساتلو بهیر په دوام کې دا ځل په ختیڅ زون کې د عامه پوهاوۍ پروګرام په لاره واچول .

د ختیځ زون آمر ښاغلي احمد زی توحید یار د دی پروګرام په ترڅ کې چې  د بهسود ولسوالۍ د ملکه حمیرا عالی لیسه او  دخیوی ولسوالی د شکې په نسوان لیسه کې په لاره اچول شوې وه د ا فغانۍ د کارولو اهمیت او په کورني معاملو کې د بهرنیو اسعارو د کارولو د زیانونو او د افغانۍ د ساتلو څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او وویل چې استادان او زده کوونکې د ټولنه مهمه برخه ده  او له هغوي نه غوښتنه وکړه چې د افغانې د دودولو په بهیر کې چې یوه ملی پروسه ده د افغانستان بانک سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د ملکه حمیرا عالی لیسه او  د شکې استادان او زده کوونکې ژمنه وکړه چې د  خپلې په ورځنیو راکړو ورکړو کې افغانۍ چې زمونږ د ټولو افغانانو د ملي هویت نښه دی، وکاروي.

د  دی پروګرام د لارې اچونې په ترڅ کې د زده کوونو دهڅوونې په موخه د افغانیو د ترویج په پیغامونو ښکلې شوې د ښوونځیو بکسې، د کوچنیانو لپاره معلوماتي کتابونه، کتابچې، د هېواد نقشې، ضرب زبانی، د کوچنیانو رسالې، خط کشونه، قلمونه وویشل شوې.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۵۴
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 ذوالحجة الحرام 21 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د ذوالحجة الحرام د میاشتې په 22 نېټه (1404/03/29) د پنجشنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۳۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک د خپلې ژمنې له مخې، چې  له ګرانو هېوادوالو سره یې کړې وه، په سوداګریزو بانکونو کې پر امانتونو لګول شوي محدویتونه کم کړي دي. اوس کولای شئ له خپلو حسابونو څخه د پخوا په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۵۲
Background image

د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت بیا ځلي پرانیستل شو

د ١٤٤٦  ذوالحجة الحرام ۶ مه – د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد له لوري بیا ځلي پرانیستل شو.

ښاغلي صدیق الله خالد د یاد انستیتوت. . .

بېرته خبرونه ته