د افغانستان بانک یو شمېر استادانو او زده کړیالانو لپاره یو ورځینی معلوماتي ورکشاپ جوړ کړ

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۶:۴۳
د افغانستان بانک یو شمېر استادانو او زده کړیالانو لپاره یو ورځینی معلوماتي ورکشاپ جوړ کړ

۱۴۴۶ د صفر المظفر ۲۳- د افغانستان بانک د کابل، باختر، جهان، رڼا، سلام او کاردان پوهنتونونو د اقتصاد، مالي او بانکي څانګو یو شمېر زده کړیالانو لپاره د افغانستان بانک د موخو، دندو او پولي سیاستونو د پلي کولو، اداینیزو سیستمونو او مالي خدمتونو د پراختیا او اسلامي بانکوالۍ په برخه کې د ځوانانو د روزنې په اړه یو ورځنی ورکشاپ جوړ کړ. باید یادونه وشي چې په دې ورکشاپ کې د یادو پوهنتونونو یو شمېر استادانو هم ګډون کړی وو.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د دې ورکشاپ په پیل کې له پوهنتونونو او علمي ټولنې سره د افغانستان بانک د عملي همکاریو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې علمي ادارې او پوهنتونونه د هېواد د ځوان نسل په ښوونه او روزنه او د مسلکي پوهې په لوړولو کې بنسټیز رول لري. هغه زیاته کړه چې محصلین په پوهنتونونو کې اقتصادي، مالي او بانکي مسایل په نظري ډول زده کوي، خو عملي زده کړو ته هم اړتیا لري. د افغانستان بانک د دې اړتیا په پام کې نیولو سره دا نوښت تر لاس لاندې نیولی او له دې لارې د هېواد د مسلکي ظرفیتونو په لوړولو کې خپله ونډه ترسره کوي، ترڅو زده کړیالان وکولای شي د خپل درسي نصاب ترڅنګ د پولي سیاستونو د ښه پلي کېدو، انفلاسیون، اسلامي بانکوالۍ، د سیستمونو پراختیا او د داسې نورو اقتصادي او بانکي موضوعګانو په تړاو په عملي توګه روزنه ترلاسه کړي.

ښاغلي خالد د خپلو خبرو په بله برخه کې ټولو هېوادوالو ته په ځانګړې توګه زده کړیالانو ته په بانکونو کې د حساب پرانیستلو تر څنګ دې، د اف پی (AfPay)اداینیزو کارتونو په کارولو سره له ډیجیتلي بهیر سره یو ځای شي او د ګټو او اسانتیاوو په اړه یې نورو ته هم سپارښتنه وکړي.

همدا ډول د افغانستان بانک لومړي مرستیال زیاته کړه چې اسلامي بانکوالي په ټول هېواد کې د تطبیق په حال کې ده، نوموړي د پوهنتونو له استادانو وغوښتل چې د اسلامي بانکوالۍ برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي او په دې اړوند زیات شمېر ځوانان وروزي، تر څو په دې وسیله اسلامي او ملي مسئولیت په ښه ډول ادا شي.

ښاغلي خالد وویل، د مسلکي مضامینو تر څنګ په زده‌کړیالانو کې له هېواد سره د مینې، خدمت او ریښتینولی روحیه پیاوړې کړي.

ورپسې، د پولي سیاست د لوی آمریت مرستیال ښاغلي عبدالله مسعود د غونډې ګډونوالو ته د بانک د دندو، موخو، عمومي سیاستونو، د بیو ټیکاو ساتلو، د انفلاسیون کنترول او د افغانۍ مبادلې نرخ په اړه پرېزنټېشن وړاندې کړ.

د ورکشاپ په بله برخه کې، د اداینو سیستم د لوی آمریت کارکوونکي ښاغلي ذبیح الله سمسور د اداینو سیستم د موخو، دندو او مسئولیتونو په اړه خبرې وکړې او د برېښنایي بانکوالۍ، له اعتباري کارتونو سره د اداینیزو اسانتیاوو او په ښه او له فساده پاکه حکومتولۍ کې د هغه د رول په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د ورکشاپ په اوږدو کې د اعتبارونو د ثبت او مالي خدمتونو د پراختیا د لوی آمریت مرستیال ښاغلي خالد واحدي مالي خدمتونو ته د عامه خلکو په ځانګړې توګه د ټولنې د لږ عاید لرونکو او بي وزلو وګړو د لاسرسي د زیاتېدو، مستهلکینو د حقونو خوندیتوب، د خلکو د مالي پوهې زیاتولو او د بانکي محصولاتو د کارونې د کلتور په دودولو کې د علمي ادارو د رول په تړاو پرېزنټېشن وړاندې کړ.

د یادولو وړ ده چې د دې ورکشاپ په پای کې د آزاد بحث لپاره زمینه هم برابره شوې وه چې په دې برخه کې د پوهنتونونو استادانو او د افغانستان بانک د بېلا بېلو آمریتونو آمرینو ګډون وکړ چې د بانکې سکتور، په اغېزناکه ډول د پولي سیاستونو د پلي کېدو، د ورکړو د سیستمونو د پراختیا او د برېښنایي کېدو دودولو او د مالي شمولیت په اړوندو موضوعګانو باندې بحث وکړ. یاد ورکشاپ ګډون کوونکو ته د تصدیق لیکونو په وېشلو سره پای ته ورسیده.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۶:۴۳
Background image

د افغانستان بانک یو شمېر استادانو او زده کړیالانو لپاره یو ورځینی معلوماتي ورکشاپ جوړ کړ

۱۴۴۶ د صفر المظفر ۲۳- د افغانستان بانک د کابل، باختر، جهان، رڼا، سلام او کاردان پوهنتونونو د اقتصاد، مالي او بانکي څانګو یو شمېر زده کړیالانو لپاره د افغانستان بانک د موخو، دندو او پولي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس د قطر سفارت له مستشار سره ولیدل

۱۴۴۶ د صفر المظفر ۲۲ مه – د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د سفارت له مستشار ښاغلي مردف القاشوطي او مل پلاوي سره ولیدل.

په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۱:۲۰
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

 1446 صفر المظفر 21 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د صفر المظفر د میاشتې په 22 نېټه (1403/06/05) د دو شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د. . .

بېرته خبرونه ته