د افغانستان بانک ۱۲ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۲ - ۱۱:۱۱
د افغانستان بانک ۱۲ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

۱۴۰۱ د وری ۲ مه- د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۰۱ کال د وری میاشتې په ۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د داوطلبۍ په اوږدوکې شاوخوا (۱۲) میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۵:۳۷
Background image

د  افغانستان بانک د کارکوونکو لپاره د ترکیې د مشارکتي بانکونو د ټولنې له لوري د روزنیز ورکشاپ پیل

۱۴۴۶ جمادي الثاني ۲۶ مه – د ترکیې د مشارکتي بانکونو ټولنه (Participation Banks Association of Turkey) یوه مسلکي ټولنه ده چې د مشارکتي بانکونو د تنظیم، همغږۍ، او د سود څخه د پاکو مالي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک له مرکز، ځتیځ او جنوب ختیځ زونونو څخه راټول شوي بانکنوټونه وسوځول شول

۱۴۴۶ جمادي الثاني ۱۵مه - د افغانستان بانک د خلکو لپاره په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د ۸۴۰،۶۵۰،۰۰۰  (اته سوه څلویښت میلیونه شپږ سوه پنځوس زره) افغانیو په ارزښت له. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۵:۳۳
Background image

د بلخ ولایت د حیرتان په نائب آباد سیمه کې د افغانستان بانک د غرفې مدیریت پرانیستل شو

د افغانستان بانک د بلخ ولایت د حیرتان بندر په نائب آباد سیمه د غرفې مدیریت رسماً پرانیست. د دې مدیریت د پرانیستلو هدف د بانکي خدمتونو پراختیا، د مالي شمولیت زیاتوالی، سوداګرو او د محلي. . .

بېرته خبرونه ته