د افغانستان بانک ۱۲ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي
۱۴۰۱ د وری ۸ مه- د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۰۱ کال د وری میاشتې په ۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ په اوږدوکې شاوخوا (۱۲) میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.