د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي
۱۴۰۰ د کب ۱۰ مه- د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۰۰ کال د کب میاشتې په ۱۱ نېټه د چهارشنبې په ورځ د داوطلبۍ په اوږدوکې شاوخوا (۱۴) میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.