د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۴:۴۶
د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1448 محرم‌ الحرام 19 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1448 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 20 نېټه (1405/04/15) د دوشنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي ترڅو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۴:۴۶
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1448 محرم‌ الحرام 19 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1448 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 20 نېټه (1405/04/15) د دوشنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۳۰
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د استازي ترمنځ الوداعي غونډه ترسره شوه

۱۴۴۸ د محرم الحرام ۱۵ مه -  د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام استازي ښاغلي سټیفن روډریګز او ورسره مل پلاوي ترمنځ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو سوداګرو، صرافانو، ترانسپورتي شرکتونو، مسافرو او درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې افغانستان ته د سیمه‌ییزو هېوادونو د اسعارو راوړل منع دي.

درنو هېوادوالو!

هر هېواد خپل ملي پولي. . .

بېرته خبرونه ته