د بانکي چارو د څارنې مرستیال وپېژندل شو

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۸ - ۱۵:۴۶
د بانکي چارو د څارنې مرستیال وپېژندل شو

۱۴۰۰ لړم ۱۸ مه – ښاغلي محمد شفیع نوري د افغانستان بانک د بانکي چارو د څارنې لوی آمریت د ننه د ساحې څارنې د سرپرست مرستیال په توګه د یاد آمریت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد نوموړی په کارپوه او مسلکي کس یاد کړ او ښاغلي نوري ته یې په چارو کې د لا بریالیتوب هیله وکړه.

باید وویل شي چې په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د بانکي چارو د څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت هم خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې په چارو کې د لا پرمختګ لپاره لازمه ده چې ټول کارکوونکي له یو بل سره په پوره همکارۍ، صداقت او همغږۍ چارې پر مخ یوسي.

د نوموړي په خبره د افغانستان بانک او په ځانګړې توګه د څارنې پرمختګ له یو بل سره همکارۍ ته اړتیا لري چې دې موخې ته د رسېدو لپاره اړینه ده یو بل ته لاسونه سره ورکړو او پیاوړې همکاري ولرو.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي محمد شفیع نوري له تېرو څو کلونو راهیسې له بانکي چارو څخه د څارنې په لوی آمریت کې د تنفیذي اقداماتو د مدیر په توګه دنده تر سره کړې ده.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۱ - ۱۳:۲۷
Background image

هېواد ته د بشري مرستو په لړۍ کې ۱۶ میلیونه امریکایي ډالر مرسته را ورسېده

۱۴۰۰ د لیندۍ ۱۱ مه-  افغانستان ته د بشري مرستو په لړۍ کې د چهارشنبې پر ورځ د ۱۶ میلیونه امریکایي ډالرو نغدي مرسته د روان کال د لیندۍ د میاشتې پر لسمه نېټه کابل ته را ورسېده.

په هېواد. . .

شنبه ۱۴۰۰/۹/۶ - ۱۵:۴
Background image

د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

۱۴۰۰ د لیندۍ ۶ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د افغانستان د بانکونو ټولنې او سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د سوداګریزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲ - ۱۶:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په مشرۍ غونډه جوړه شوه

۱۴۰۰ د لیندۍ ۲ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د افغانستان بانک د اړوندو قوانینو، فرمانونو، کړنلارو او لایحو په اړه د دې بانک په عالي شورا کې غونډه جوړه. . .

بېرته خبرونه ته