د بشري مرستو په لړۍ کې ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر مرسته نن کابل ته را ورسېده

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳ - ۱۶:۳۹
د بشري مرستو په لړۍ کې ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر مرسته نن کابل ته را ورسېده

۱۴۰۰ د سلواغې ۳ مه-  افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو نغدي مرسته نن کابل ته را ورسېده.

د افغانستان بانک چې د هېواد د بانکي نظام څارونکی او مرکزي بانک دی د کابل له هوایي ډګره تر د افغانستان نړیوال بانک (AIB) پورې د یادو نغدو پیسو د لېږد چارې تر سره کړې.

د افغانستان بانک د هر هغه خوځښت او ګام څخه چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او په دې برخه کې تل خپلې هڅی جاري ساتلې دي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د افغانستان بانک له سویل لویدیځ زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الثاني ۶ مه - د افغانستان بانک له اړوندو  کړنلارو سره سم د ۴۰۵،۸۹۲،۰۰۰ (څلور سوه پنځه میلیونه او اته سوه دوه نوي زره) افغانیو په ارزښت له سویل لویدیځ زون څخه راټول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۲۱
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال په ترکیه کې د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې له مشر سره ولیدل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي چې ترکیې هېواد ته یې سفر کړی، د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې  (TKBB)  له مشر ښاغلي اسماعیل یورال او د دې ټولنې. . .

بېرته خبرونه ته