د جمهوررئیس په حضور کې د ټلیفون له لارې د معاشونو د ورکړې پروګرام پرانیسته!

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۶:۲۰
د جمهوررئیس په حضور کې د ټلیفون له لارې د معاشونو د ورکړې پروګرام پرانیسته

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې د ټلیفون له لارې د معاشونو د ورکړې پروګرام نن سهار په ارګ کې پرانیستل شو.

د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي وویل، دا د عادي ټلیفونونو له لارې له انټرنیټ پرته د پیسو د لېږد مهم پروګرام دی او له دې وروسته د دولت ټول ملکي او نظامي کارکوونکي د عادي ټلیفون په لرلو سره خپل حسابونه چیک کولای او خپلې تنخواګانې خپلې کورنۍ او هر هغه چاته چې دوی یې وغواړي، لېږدولی شي.

د جمهوررئیس په حضور کې د افغانستان بانک تخنیکي ټیم له لوري د دغه پروګرام له عملي اجرا وروسته  جمهوررئیس  غني د افغانستان بانک مسوولینو څخه په مننې ټولو هیوادوالو ته د دغه اساسي پرمختګ او تاریخي ګام مبارکي وویله.

د هیواد جمهوررئیس دا سیستم د فساد او ناسمو ګټو د مخنیوي او شفافیت په برخه کې ګټور وباله او وې ویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین له دې وروسته خپلې تنخواګانې په اسانۍ خپلو کورنیو ته لېږدولی شي. هغه زیاته کړه، دا سیستم او تجربه په افریقا کې هم بریالۍ وه.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

د افغانستان بانک د هېواد په شمال زون کې  د محصلینو او صحي برخې د کارکوونکو لپاره ورکشاپ جوړ کړ

د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۲۳ مه - د افغانستان بانک د محصلینو او صحي برخې د کارکوونکو لپاره د مالي پوهاوي، برېښنایي بانکوالۍ، وړو مالي تمویلاتو او د بانکي سکتور د پیاوړتیا په موخه روزنیز ورکشاپ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د افغانستان د شمال زون په مزار شریف ښار کې د مالي خدمتونو د پراختیا په موخه ولسي غونډه

۱۴۴۶ شوال المکرم ۲۲ مه - د افغانستان بانک له لوري د هېواد په شمال زون کې ولسي غونډه جوړه شوه چې په کې مالي خدمتونو ته د آسانه لاسرسي، د ځایي اقتصادونو د پیاوړتیا او د اداینو د برېښنایي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۲:۲۳
Background image

د افغانستان بانک لومړی مرستیال خلکو ته د معیاري مالي او بانکي خدمتونو وړاندې کولو په اړه ټینګار وکړ

۱۴۴۶ شوال المکرم ۲۱مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد او مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د شمال زون له همکارانو سره ولیدل او د کارونو ارزونه یې وکړه.

. . .

بېرته خبرونه ته