د عامه ساتنې ملي تصدۍ سره د امنیتي همکاریو د هوکړه لیک لاسلیک
۱۴۴۳ ذوالحجه ۵ مه – د افغانستان بانک او د عامه ساتنې د ملي تصدۍ تر منځ دافغانستان بانک د نمایندګیو د امنیت د ساتنې هوکړه لیک لاسلیک شو.
هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوې وه د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا د دې هوکړه لیک لاسلیک د ارزښت وړ یاد کړ او د افغانستان بانک او عامه ساتنې د ملي تصدۍ تر منځ یې د لا زیاتو امنیتي همکاریو پر رامنځته کولو ټينګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې د عامه ساتنې ملي تصدي په هیواد کې د بېلابېلو برخو د امنیتي مسئولیت ترڅنګ د بانکونو د ساتنې مسئولیت هم پر غاړه لري.
باید وویل شي چې د افغانستان بانک او عامه ساتنې د ملي تصدۍ تر منځ د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د دې بانک د بېلابېلو آمریتونو او د یادې تصدۍ استازو ګډون درلود.