د مس عینک پروژې د بیا ځلي پیل په اړه غونډه جوړه شوه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۲/۱۰ - ۱۲:۵۳
د مس عینک پروژې د بیا ځلي پیل په اړه غونډه جوړه شوه

 1443رمضان 29 مه – د افغانستان بانک د ستر  اقتصادي سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي په مشرۍ د MCC شرکت له استازو سره د عینکو د مسو کان پروژې د بیا پیل په اړه غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د دې پروژې د پیل لپاره په قانوني ډول هیواد ته د پیسو پر راتګ او یو شمېر نورو اړوندو مالي او بانکي چارو هر اړخیز بحثونه تر سره شول.

په دې غونډه کې ښاغلي پسرلي د یاد شرکت مسئولینو ته د اړوندو موضوعګانو په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک مشرتابه ژمن دی چې د ټولو ملي پروژو د پلي کېدو لپاره اړینې مالي او بانکي آسانتیاوې برابرې کړي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د MCC شرکت مسئولینو د افغانستان بانک له نیک نیت مننه وکړه او هیله یې وښوده چې په دې برخه کې به د دوی لپاره اړینې آسانتیاوې برابرې شي، څو وکولای شي په ښه ډول د یادې پروژې چارې پیل کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته