د پیسو وینځلو او د نورو جرمونو د تمویل سره د مبارزې د همغږۍ عالي کمیسیون کاري کمیټې غونډه
د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شوو عواید د مخنیوي قانون د څلور دېرشمې مادې پر بنسټ د پیسو وینځلو او نورو جرمونو د تمویل سره د مبارزې د همغږۍ عالي کمیسیون کاري کمیټې دویمه غونډه د نهو دولتی ادارو د استازو په گډون تر سره شوه.
یاده غونډه د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز لوی آمر ښاغلي جمال ناصر رؤفی په مشرۍ د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۳ نېټه د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز دفتر کې جوړه شوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، په لومړي سر کې ښاغلي روُفی د کاري کمېټې د رامنځ ته کېدو اساس او موخې د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د را پیدا شوو عوایدو د مخنیوي قانون د احکامو تعمیل، نړیوال منل شوي ستندردونه، د همغږۍ عالي کمیسیون د پرېکړو لا ښه پلي کول یاد کړل.
تر هغې وروسته د غونډې ګډونوالو د خپلو چارو په اړه بحث او د نظرونو تبادله تر سره کړه، ګډونوالو د دې ډول غونډو جوړېدل د ارزښت وړ یاد کړل او یادونه یې وکړه چې دا ډول غونډې په چارو کې د همغږۍ او ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې مرسته کولای شي.
همدارنګه له اجنډا سره سم ښاغلي روُفی د پیسو وینځلو د ملي ګواښونو د ارزونې او د عمل پلان په اړه د غونډې ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل او د یادې ارزونې د بهیر پیل، د زیانونو تشخیص او د را پیدا شوو نیمګرتیاوو د لیرې کولو لپاره یې د عمل پلان په اړه مفصل بحث وکړ.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې له ګډونوالو سره د معلوماتو تر شریکولو وروسته ټولو ګډونوالو د عمل پلان د پلي کېدو د څرنګوالي او پدې برخه کې د شته ستونزو په اړه معلومات شریک کړل.