ولسي جرګې د افغانستان بانک له کړنوڅخه ستاینه وکړه

د ۱۳۹۸ کال د مرغومې په ۲۵ مه- د ولسي جرګې یو شمیر غړو د افغانستان بانک له مثبتو چارو چې د بیو ثبات، مالي ثبات، په افغانستان کې د اغیزمن پولي سیاستونو، اسعاري سیاستونو له پلي کولو، د اسعاري ذخایرو د زیرمې له ښې ادارې او د افغانۍ د کارونې له چارو څخه په مننې او قدردانئ سره ستاینه وکړه او ښاغلی واحدالله نوشیر یې په ستاین لیک ونازوه.
د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلی واحدالله نوشیر د افغانستان بانک د مشریز پلاوي او کارکوونکو په استازیتوب د ولسي جرګې د غړو له ستاینې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک له کړنو څخه ستاینه، د افغانستان بانک د کارکوونکو او مشریز پلاوي د هڅو او کوښښونو ښودنه کوي چې د کارکوونکو ژمنتیا نوره هم قوي کوي، څو د کړنو د اغیزمنتیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان بانک د کارکوونکو په استازیتوب د ولسي جرګې د غړو له اعتماد او باور څخه منندوی دی.