د افغانستان بانک خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د افغانستان بانک په پام کې لري څو خپله یوه ودانۍ چې د څلورو خونو او یوې حویلۍ (احاطې) په ګډون ۵۰۰ متره مساحت او ترڅنګ یې ۱۴۰۰ متره مربع خالي ځمکه لري، خپل ملکیتونه چې د هلمند ولایت د ګرشک ښاروالۍ د ادارې ترڅنګ د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې موقعیت لري، د درېیو کلونو لپاره په کرایه ورکوي.
کوم شرکتونه او اشخاص چې د دې ودانۍ په کرایې د نیولو لېوالتیا لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه په سر تړلي ډول د اعلان له خپرېدو سره سم د سه شنبې په ورځ (۱۴۰۲/۱۲/۲۹) نېټې له غرمې مخکې تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د هلمند ولایت د لښکر ګاه ښار د افغانستان بانک د نمایندګۍ دفتر ته وړاندې کړي.
هېوادوال کولای شي د زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرو سره په اړیکه کې شي او معلومات ترلاسه کړي
د افغانستان بانک بانک نمایندګۍ - هلمند (۰۷۰۸۶۵۹۹۴۲)