د افغانستان بانک خبرتیا

ګرانو هیوادوالو!
د ملي پولي واحد کارونه د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو اساسي ګام دی، چې د هېواد اقتصادي خپلواکۍ ته لاره هواروي.
په همدې موخه، د افغانستان بانک له اوږدمهاله هڅو، همغږۍ او تخنیکي بحثونو وروسته، له اړوندو ادارو سره یوې مهمې هوکړې ته ورسید، چې له مخې به یې له دې وروسته د افغان حاجیانو ټول مالي لګښتونه یوازې په افغانیو اخیستل کیږي، دا پرېکړه د پولي ثبات په لاره کې یو مهم ګام دی، چې د افغانیو ارزښت لوړوي.
افغانۍ زمونږ د ملي هویت نښه ده او په سوداګریزو راکړو ورکړو کې یې کارونه ملي مسئولیت دی.
د افغانستان بانک د هېواد د پولي بازارونو، مالي او بانکي بنسټونو د تنظیموونکي او څارونکي بنسټ په توګه تل هڅه کړې، چې د ملي پولي واحد ارزښت وساتي، د افغانیو پر کارولو باور زیات کړي او د هېواد اقتصادي ثبات ته وده ورکړي.
همداراز له ټولو هېوادوالو او سوداګرو څخه غوښتنه کوي، چې د افغانیو د کارونې فرهنګ ته وده ورکړي، په دې وسیله د خپل پولي واحد ارزښت وساتي او د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره له موږ سره همکاري وکړي.