د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۵۴
د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 ذوالحجة الحرام 21 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د ذوالحجة الحرام د میاشتې په 22 نېټه (1404/03/29) د پنجشنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي ترڅو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۵۴
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 ذوالحجة الحرام 21 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د ذوالحجة الحرام د میاشتې په 22 نېټه (1404/03/29) د پنجشنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۳۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک د خپلې ژمنې له مخې، چې  له ګرانو هېوادوالو سره یې کړې وه، په سوداګریزو بانکونو کې پر امانتونو لګول شوي محدویتونه کم کړي دي. اوس کولای شئ له خپلو حسابونو څخه د پخوا په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۵۲
Background image

د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت بیا ځلي پرانیستل شو

د ١٤٤٦  ذوالحجة الحرام ۶ مه – د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد له لوري بیا ځلي پرانیستل شو.

ښاغلي صدیق الله خالد د یاد انستیتوت. . .

بېرته خبرونه ته