د افغانۍ د لا دودیدو لپاره هڅه

کابل، ۱۳۹۸ د سلواغې ۲۰ ـ د ا فغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشېر د غزني د ولایتي شورا له یو تن غړي او د دې ولایت د مدني ټولنو له یو شمېر فعالینو سره د افغانۍ د لا دودیدو په اړه ولیدل.
په دې لیدنه کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال په غزني ولایت کې د راکړې او ورکړې په بهیر کې د افغانۍ د دودولو لپاره د دې ولایت د ولایتي شورا او مدني ټولنو په ځانګړې توګه د ځوانانو له همکاریو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان بانک په دې برخه کې له یادو ادارو سره د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو ده.
ورپسې د غزني د ولایتي شورا غړي ښاغلي عبدالجامع جامع د موضوع په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې اوس مهال په غزني ولایت کې ډېری راکړې او ورکړې په افغانۍ ترسره کیږي او په دې ولایت کې د افغانۍ د بشپړې دودیدو لپاره هڅې روانې دي. همدا ډول ښاغلي جامع او د دې ولایت د مدني ټولنو فعالینو د افغانۍ د دودیدو په برخه کې د افغانستان بانک هڅې وستایلې.