د جمهوررئیس په حضور کې د ټلیفون له لارې د معاشونو د ورکړې پروګرام پرانیسته!

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۶:۲۰
د جمهوررئیس په حضور کې د ټلیفون له لارې د معاشونو د ورکړې پروګرام پرانیسته

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې د ټلیفون له لارې د معاشونو د ورکړې پروګرام نن سهار په ارګ کې پرانیستل شو.

د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي وویل، دا د عادي ټلیفونونو له لارې له انټرنیټ پرته د پیسو د لېږد مهم پروګرام دی او له دې وروسته د دولت ټول ملکي او نظامي کارکوونکي د عادي ټلیفون په لرلو سره خپل حسابونه چیک کولای او خپلې تنخواګانې خپلې کورنۍ او هر هغه چاته چې دوی یې وغواړي، لېږدولی شي.

د جمهوررئیس په حضور کې د افغانستان بانک تخنیکي ټیم له لوري د دغه پروګرام له عملي اجرا وروسته  جمهوررئیس  غني د افغانستان بانک مسوولینو څخه په مننې ټولو هیوادوالو ته د دغه اساسي پرمختګ او تاریخي ګام مبارکي وویله.

د هیواد جمهوررئیس دا سیستم د فساد او ناسمو ګټو د مخنیوي او شفافیت په برخه کې ګټور وباله او وې ویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین له دې وروسته خپلې تنخواګانې په اسانۍ خپلو کورنیو ته لېږدولی شي. هغه زیاته کړه، دا سیستم او تجربه په افریقا کې هم بریالۍ وه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د افغانستان بانک له سویل لویدیځ زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الثاني ۶ مه - د افغانستان بانک له اړوندو  کړنلارو سره سم د ۴۰۵،۸۹۲،۰۰۰ (څلور سوه پنځه میلیونه او اته سوه دوه نوي زره) افغانیو په ارزښت له سویل لویدیځ زون څخه راټول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۲۱
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال په ترکیه کې د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې له مشر سره ولیدل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي چې ترکیې هېواد ته یې سفر کړی، د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې  (TKBB)  له مشر ښاغلي اسماعیل یورال او د دې ټولنې. . .

بېرته خبرونه ته