د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره د روزنیز او پوهاوي پروګرام جوړېدل
د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته د آسانتیاوو د رامنځته کولو او د کړنود میکانیزه کولو په لړ کې دا ځل، د اړوندو قوانینو، مقرراتو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د شرکتي کولود ګټو په برخه کې د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکود پوهاوۍ د کچې د لوړولو او د دوی د فعالیتونو د څرنګوالي په موخه د کابل ښاریو شمېر صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته روزنیز او د پوهاوي پروګرام جوړ کړ.
د دې پروګرام په اوږدو کې د صرافیو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د شرکتي کولو او د شرکتي جوازونو د ګټو او په شرکتي جواز د انفرادي جواز د بدلون د بهیر او په دې پروسه کې د رامنځته شویو آسانتیاوو په تړاو ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
د دې روزنیز پروګرام په بله برخه کې د قوانینو، مقرراتو او معیارنو او په دې برخه کې له نړیوالو شریکانو سره د افغانستان پر ژمنو خبرې وشوې او په اړه یې اړین توضیحات وړاندې شول.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره د دې ډول پروګرامونو جوړولو ته ژمن دی.
