د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د "رهبرۍ په کچه" دویم روزنیز پروګرام جوړ شو
![د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د "رهبرۍ په کچه" دویم روزنیز پروګرام جوړ شو](/sites/default/files/2019-08/dabwebsite1_1.jpg)
کابل، د ۱۳۹۸ کال د زمري ۱۴ مه ـ د بشري سرچینو لوی آمریت د ۱۳۹۸ کال له پیل څخه د بانک د کارکوونکو لپاره د رهبرۍ په کچه ګټور روزنیز او د عامه پوهاوي پروګرامونه په پام کې نیولي دي، چې په دې لړ کې یې د مالیزیا هېواد د اسلامي بانکدارۍ او تجربو په اړه چې دا هېواد په یاده برخه کې نوښتګر هېواد دی، د دې بهیر دویم روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په لومړي سر کې د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ د آمریت له لوري د دې بانک د بېلابېلو آمریتونو آمرینو او مرستیالانو ته د مالیزیا هېواد د اسلامي بانکدارۍ د تجربو په اړه معلوماتي پریزنتیشن وړاندې شو.
یاد پریزینتیشن چې د اسلامي بانکدارۍ د عمومي آمریت د آمر ښاغلي ډاکتر محمد یوسف سلیم له لوري وړاندې شو په کې له ګډونوالو سره د مالیزیا هېواد د بانکدارۍ او مالي سیستم په اړه هر اړخیز معلومات شریک شول.
نوموړي د پریزینتیشن د وړاندې کولو په مهال یادونه وکړه چې مالیزیا د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې نوښتګر هېواد دی او په دې برخه کې یې ډېر پرمختګونه رامنځته کړي دي.
د ښاغلي سلیم په خبره دا مهال په مالیزیا کې اسلامي بانکونه له نورو سوداګریزو بانکونو سره څنګ په څنګ کار کوي او دا چاره د دې لامل شوې ده چې په یاد هېواد کې دا بانکونه زیات پرمختګ وکړي.
نوموړي همدارنګه د اسلامي بانکدارۍ سیستم د خورا ارزښت وړ یاد کړ او یادونه یې وکړه چې که څه هم دا مهال په افغانستان یو بانک په ټولیز ډول د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې کار کوي او په زیات شمېر نورو بانکونو کې د اسلامي بانکدارۍ څانګې فعالې دي، خو هیله یې وښوده چې په هېواد کې به اسلامي بانکداري نوره هم وغوړېږي او پر مختګ به وکړي.
د یادونې وړ ده چې په دې پروګرام کې د ګډونوالو ترمنځ نظرونه تبادله شول او پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.