د اسلامي همکاریو د سازمان پلاوي سره د افغانستان بانک د مشرتابه لیدنه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۱۶:۵۹
د اسلامي همکاریو د سازمان پلاوي سره د افغانستان بانک د مشرتابه لیدنه

20 ربیع الثانی 1444 –  د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له استازو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې. په دې غونډه کې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي، ښاغلي طارق بخیت، په افغانستان کې د یاد سازمان د دفتر رئیس ښاغلي ډاکټر محمد آل عیاش او د هغه نورو همکارانو ګډون درلود.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر د پرانیستنې په تړاو خوښي څرګنده کړه، او زیاته یې کړه چې افغانستان یو حساس تاریخي پړاو ته رسېدلای دی او له ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو سره تعامل او د هغوی ملاتړ ته اړتیا لري. محترم حاجي ادریس وویل چې په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان پرانیستنه به د هېواد د وضعیت د ښه والي او له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو لپاره اغیزمن رول ولوبوي.

له هغه وروسته، د یاد سازمان ځانګړي استازي، ښاغلي طارق بخیت د یاد سازمان لخوا د وجوهو د صندوق د رامنځته کولو په اړه خبر ورکړ او افغانستان ته یې د بشري مرستو او پراختیايي وجوهو د لېږدولو په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.

ورپسې، د افغانستان بانک د پالیسیو ارشد سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي او د اسلامي بانکوالۍ لوی آمر ښاغلي ډاکټر یوسف سلیم د افغانستان د بانکوالۍ د سیستم په هکله مفصل مالومات وړاندې کړل.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د افغانستان بانک له سویل لویدیځ زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الثاني ۶ مه - د افغانستان بانک له اړوندو  کړنلارو سره سم د ۴۰۵،۸۹۲،۰۰۰ (څلور سوه پنځه میلیونه او اته سوه دوه نوي زره) افغانیو په ارزښت له سویل لویدیځ زون څخه راټول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۲۱
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال په ترکیه کې د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې له مشر سره ولیدل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي چې ترکیې هېواد ته یې سفر کړی، د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې  (TKBB)  له مشر ښاغلي اسماعیل یورال او د دې ټولنې. . .

بېرته خبرونه ته