د افغانستان بانک رئیس هرات ولایت ته لاړ، د لویدیځ زون او نمایندګیو څخه یې لیدنه وکړه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۹:۹
د افغانستان بانک رئیس هرات ولایت ته لاړ، د لویدیځ زون او نمایندګیو څخه یې لیدنه وکړه

۱۴۴۶ د ربیع الاول ۶ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د هېواد په لویدیځ زون هرات ولایت کې د دې بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه. په هرات ولایت کې لویدیځ زون، د هرات، تورغنډۍ او اسلام قلعې نمایندګۍ او شهري څانګه شاملې دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د یاد زون له آمر، د نمایندګیو له مدیرانو او کارکوونکو سره وکتل او دوی ته یې د بانکي چارو د ښه‌والي په موخه لازمې لارښونې وکړې.

نوموړي د دې لیدنې په ترڅ کې د بانکي سیستمونو پراختیا او نښلول مهم یاد کړل او ویې ویل چې، د سیستمونو پراختیا کولای شي د چارو په چټکتیا، خلکو ته پر وخت د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او له فساد سره مبارزه کې مهم رول تر سره کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د ټولو رئیس له تېرو څو ورځو را په دېخوا د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي، ترڅو د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړي، د کارونو ارزونه تر سره کړي او د درنو هېوادوالو لپاره د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۹
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ له مسئولینو سره وکتل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ای سي جي ایف)  له مرستیال ښاغلي ډرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره وکتل. د دې غونډه موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۸:۳۳
Background image

د افغانستان بانک له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۸ کال د محرم الحرام ۲۹- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي د ۱،۱۴۱،۶۶۰،۰۰۰ (یو میلیارد او یو سل و یو. . .

بېرته خبرونه ته