د افغانستان بانک سرپرست رئیس په کابل کې د ایران هېواد له سفیر سره ولیدل

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۶:۴۵
د افغانستان بانک سرپرست رئیس په کابل کې د ایران هېواد له سفیر سره ولیدل

۱۴۴۶ د رجب المرجب ۱۱ مه – د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نوراحمد آغا په خپل کاري دفتر کې د ایران هېواد له سفیر ښاغلي علي رضا بیګدلي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، بانکي اړیکو او برېښنایي بانکوالۍ د پراختیا په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

په یاده کتنه کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا د ایران او افغانستان ترمنځ د بانکي اړیکو پراختیا او همکاري د سوداګرۍ د ودې لپاره ګډه اړتیا یاده کړه او په دې برخه کې یې له خپله اړخه د همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي همدارنګه د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د برېښنایي بانکوالۍ ونډه د ارزښت وړ وبلله او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک په هېواد کې د دې بانکوالۍ پراختیا ته ژمن دی او په دې برخه کې به د نړۍ د هېوادونو له تجربو ګټه پورته کړي.

باید وویل شي چې په یاده کتنه کې په کابل کې د ایران هېواد سفیر ښاغلي علي رضا بیګدلي هم د داوړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پراختیا او د بانکي سکتور اړیکې د ارزښت وړ یادې کړې او له خپله اړخه یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد او مل پلاوي هم ګډون درلود.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۴:۳۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ګرانو هیوادوالو!

د ملي پولي واحد کارونه د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو اساسي ګام دی، چې د هېواد اقتصادي خپلواکۍ ته لاره هواروي.

په همدې موخه، د افغانستان بانک له اوږدمهاله هڅو، همغږۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۵:۵۲
Background image

د افغانستان بانک رئیس په کابل کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره وکتل

۱۴۴۶ شعبان المعظم ۲۶ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د افغانستان بانک د بانکي څارنې لوی آمر معرفي شو

۱۴۴۶ شعبان المعظم ۲۵ مه – د افغانستان بانک د بانکي څارنې نوی لوی آمر، ښاغلی دکتور لطف الله خیرخواه، نن د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد له لوري د دې بانک آمرینو او. . .

بېرته خبرونه ته