د صرافانو ټولنې له استازو سره غونډه
کابل، ۱۳۹۸ د وږي ۲۷ مه – د افغانستان بانک د مالي څارنې د عمومي آمریت د آمر ښاغلي محمد سلیم صلاح په مشرۍ د صرافانو د ټولنې له استازو سره د صرافۍ په مقرره کې د تعدیل او اصلاحاتو په اړه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د صرافۍ د مقررې په اړه چې یو شمېر اصلاحات په کې راوړل شوي دي د مالي څارنې آمریت د مسئولینو له لوري د صرافانو د ټولنې له استازو سره شریک شول او په دې اړه د نظرونو تبادله وشوه.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د صرافانو ټولنې غوښتنه دا وه چې د صرافۍ په مقرره کې د یو شمېر آسانتیاوې رامنځته شي، ترڅو دوی وکولای شي په دې برخه کې غوره خدمتونه وړاندې کړای شي.
باید وویل شي چې په دې غونډه کې د صرافیو د مقررې په برخه کې په راتلونکو پلانونو هم خبرې وشوې.
پاتې د نه وي چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې د مالي خدمتونو د پراختیا په برخه کې پرمختګونه، لازم اصلاحات او روڼتیا رامنځته شي، ترڅو هېوادوال د هېواد په ټولو برخو کې په آسانۍ سره دې خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.