د هېواد د اسعاري زیرمو په اړه د افغانستان بانک اعلامیه!

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۴ - ۱۳:۲۸
د هېواد د اسعاري زیرمو په اړه د افغانستان بانک اعلامیه!

د افغانستان بانک یوه خپلواکه اداره ده چې د نړیوالو منل شوو معیارونو، قوانینو او مقرراتو په رڼا کې فعالیتونه ترسره کوي او خپل نړیوالو مکلفیتونه په ځانګړې توګه د پیسو وینځلو او د جنایتکارو ډلو د تمویل سره د مبارزې په برخه کې په ښه ډول مراعاتوي. د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره کافي ظرفیت او تخصص لري، او لا هم خپل پخواني د لوړو زده کړو لرونکي متخصصین په واک کې لري او کړنې یې په شفافه توګه د بې طرفه متخصصو پلټونکو لخوا څېړل کېږي، چې ښه بېلګه یې د تېر کال لاسته راوړنې دي، نو په دې اساس په دې قضیه کې شوې ادعاوې د اعتبار وړ نه دي.

د افغانستان بانک د اسعارو زېرمې د افغانانو ملکیت دی او له کلونو راهیسې د پولي ثبات، مالي سیستم د پیاوړتیا او له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا په موخه کارول کېږي. د امریکا د متحده ایالتونو هغه پرېکړه چې په سویس هېواد کې د یوې ادارې د جوړولو او هلته د افغانستان د اسعارو د زیرمو د یوې برخې د لېږد او غیر مرتبطو برخو ته د هغو ځانګړي کول، د خوندیتوب او روڼتیا اړین معیارونه په پام کې نه نیول، د افغانستان بانک اندېښنو ته نه پاملرنه، دا ټول د افغانستان د خلکو په حق کې نا عادلانه پرېکړه ده. دا چې دا پرېکړه د افغانستان د خلکو د رښتینو استازو په نه شتون او د افغانستان بانک له ګډون پرته شوې، د منلو وړ نه ده.

د افغانستان بانک غواړي چې د هېواد د بهرنیو اسعارو په زېرمو باندې لګول شوي محدودیتونه په بشپړه توګه لیرې کړل شي، تر څو د خپل اغېزناک او شفاف مدیریت له لارې ټاکل شوو موخو ته ورسېږي. په دې برخه کې هر ډول یو اړخیزه پریکړه او هر ډول توجیه د منلو وړ نه ده.

د افغانستان بانک چمتو دی چې د نړیوالو اندیښنو د حل لپاره د نړۍ له هیوادونو او پېژندل شوو سازمانونو سره هر اړخیزه همکاري وکړي. تمه کېږي چې په دې مسله کې ښکیل هېوادونه او سازمانونه به د افغانستان بانک او اړوندو ادراتو سره د رغنده خبرو اترو له لارې د منلو وړ او دوامداره حل د ترلاسه کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۳:۱۵
Background image

افغانستان ته د ۴۰ میلیونه ډالرو د بشري مرستو  بله کڅوړه را ورسېده

۱۴۴۴ جمادي الاول ۱۲ مه -  افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې بله کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته و سپارل شوه. دا په روانه اونۍ کې دویمه کڅوړه ده چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۰:۵۸
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1444 جمادی الاول 12 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1444 کال د جمادی الاول د میاشتې په 13 نېټه (16/09/1401) د  چهار شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۱:۴۵
Background image

فغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغده د بشري مرستې کڅوړه را ورسېده

۱۴۴۴ جمادي الاول ۱۱ مه -  افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته و سپارل شوه.

د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد. . .

بېرته خبرونه ته