د کندهار ولایت د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو سره غونډه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۰:۳۴
د کندهار ولایت د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو سره غونډه

۱۴۴۴، محرم الحرام ۶ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د کندهار ولایت د صرافانو او پولي خدمتونو له وړاندې کوونکو سره د افغانستان بانک په سویل لویدیځ زون کې غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې ښاغلی نوراحمد آغا د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د سکتور  لپاره د جوړې شوي طرحې پر اړتیا، ارزښت او تطبیق په تفصیل سره خبرې وکړې او یاده طرحه یې د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د چارو د میکانیزه کولو په برخه کې د ارزښت وړ یاده کړه.

نوموړي یاده طرحه د افغانستان د خلکو، صرافانو د فعالیتونو او د هيواد د مالي سکتور د پیاوړتیا لپاره اړینه وبلله او یادونه یې وکړه چې پدې برخه کې د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره ډېرې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوې دي.

نوموړي له صرافانو او د پولي خدمتونو له وړاندې کوونکو وغوښتل چې د نوې طرحې پر بنسټ د جوازونو د اخیستلو لپاره د افغانستان بانک ته مراجعه وکړي، ترڅو د توظیف شوې کمېټې لخوا یې دفترونه و نه تړل شي.

د یادولو وړ ده چي په دې ناسته کی د غیربانکی مالي موسسو د څارني عمومي آمر ښاغلي احمد ظاهر ناصرزي او د سویل لویدیځ زون آمر ښاغلي ملا عبدالصمد منصوري او د دې زون یو شمېر کارکوونکو هم ګډون کړی وو.

باید وویل شي چې چې تر دې وړاندې په هلمند ولایت کې هم د اړوندې موضوع په اړه د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو سره غونډه تر سره شوې وه او د یادې موضوع په اړه صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته اړین معلومات ورکړل شوي دي.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

د افغانستان بانک معلوماتو ته لاسرسی د خلکو حق ګڼي او په جدي ډول یې رعایتوي

۱۴۴۴ محرم الحرام ۱۳ مه - د افغانستان بانک چارواکو ملت ته د حکومت د حساب ورکونې پروګرام په دوام کې نن د افغانستان بانک د یو کلن فعالیت او لاسته راوړنو راپور د حکومت د رسنیو په مرکز کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د اسنادو د ترتیب او تنظیم په اړه د معلوماتي غونډې جوړېدل

د ختیځ ساحوي زون او د لغمان، کنړ، نورستان او تورخم د نمایندګیو د استازو لپاره د اسنادو د ترتیب او تنظیم په اړه د محرم الحرام د میاشتې پر ۹ مه نېټه د ختیځ زون د مرستیال ښاغلي احمدزي. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۱۱:۵۰
Background image

د افغانستان بانک ۱۲ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

۱۴۴۴ محرم الحرام ۹ مه - د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴ کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۰ نېټه (۱۴۰۱/۰۵/۱۷) د دوشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې (۱۲) میلیونه امریکايي ډالره په لیلام ډول. . .

بېرته خبرونه ته