په بانکونو کې د امنیتي لګښتونو د راکمولو په اړه غونډه جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۶ - ۱۵:۴۸
په بانکونو کې د امنیتي لګښتونو د راکمول په اړه غونډه جوړه شوه

کابل، د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ ۲۶ مه – په افغانستان بانک کې د بانکونو د امنیتي لګښتونو د راکمولو په اړه غونډه جوړه شوه.

دا غونډه چې د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ جوړه شوې وه، نوموړي د دې ډول غونډو جوړول د خورا ارزښت وړ وبلل.

ښاغلي نوشېر یادونه وکړه چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې په هېواد کې د بانکدارۍ په برخه پراخې آسانتیاوې رامنځته کړي او تر څنګ یې په دې برخه کې په لا زیاتو امنیتي همکاریو ټينګار وکړ.

په دې غونډه کې په بانکونو کې د امنیتي لګښتونو د راکمولو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او د دې لګښتونو په برخه کې د عامه ساتنې د ملي تصدۍ سره په یو شمېر برخو کې د لګښتونو په راکمولو هوکړه وشوه.

د عامه ساتنې ملي تصدي په هېواد کې د بېلابېلو برخو د امنیتي مسئولیت ترڅنګ د بانکونو د ساتنې مسئولیت هم په غاړه لري.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د بانکونو د اتحادیې رییس ښاغلي نجیب الله امیري او د عامه ساتنې د ملي تصدۍ مرستیال ښاغلي سهیل احمد عزیزي هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د افغانستان بانک د مالي چارو سلاکار معرفي شو

کابل، د ۱۳۹۸ کال د زمري ۲۷ مه ـ ښاغلي سید عبدالغفور سادات په مالي برخه کې د افغانستان بانک د ریاست د عالي مقام د سلاکار په توګه په دنده وګمارل شو.

نوموړی د افغانستان بانک د سرپرست او. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۶:۲۰
Background image

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ لمانځغونډه او انځوریز نندارتون جوړ شو

کابل، د ۱۳۹۸ کال د زمري ۲۷ مه –په افغانستان بانک کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ لمانځغونډه او انځوریز نندارتون جوړ شو.

دا لمانځغونډه او انځوریز نندارتون چې د افغانستان بانک. . .

شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۶ - ۱۳:۳۵
Background image

د افغانستان بانک 30 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

کابل، 1398 کال د زمری 26ـ د افغانستان بانک غواړي چې د 1398 کال د زمری میاشتې په 30 نېټه د چهارشنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 30 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې. . .

بېرته خبرونه ته