د عمومي خدمتونو آمريت
د عمومي خدمتونو د آمریت دندې پر وخت او معیاري خدمتونه لکه ښه کاري چاپېريال، اثاثیې، برېښنا، ټرانسپورټ، د نغدو پیسو لېږد، د سفر ټکټونه، د کارکوونکو د سالمو خوړو برابرول، املاک، پام ساتنه (حفظ او مراقبت)، د نویو ودانيو جوړول او د ټولو ودانيو د ترمیمولو خدمتونه رانغاړي.
تشکیلاتي جوړښت
د عمومي خدمتونو آمریت له دوو عملیاتي او ودانیزو چارو مرستیالیتونو څخه جوړ شوی دی چې هر یو مرستیالیت یې په خپل جوړښت کې مدیریتونه لري:
عملیاتي مرستیالیت
دا مرستیالیت د خدمتونو د آمریت په تشکیلاتي اډانه کې یو مهم مرستیالیت دی چې عملیاتي کړنې ترسره کوي، دا مرستیالیت په خپل جوړښت کې عملیاتي، د امنیتي ساتونکو او ټرانسپورټ مدیریتونه لري.
1. عملياتي مديریت
دا مدیریت د بانک د کارکوونکو د رسمي سفرونو د تګ راتګ ټکټونو د چمتو کولو، د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د ډوډۍ برابرولو، د کارکوونکو د سفریو او د غرمې ډوډۍ د لګښتونو، جېب خرڅې او د موبايل کارتونو لګښتونو د اجراء کولو مسئوليت لري.
. 2 د امنیتۍ ساتونکو مدیریت
دا مدیریت د مراجعینو د چارو د ښه تنظیم او د وخت د ضایع کېدو مخنیوي، پر خپل وخت د تشریفاتي چارو د ترسره کولو او هغو مراجعینو ته د نظم او اړینو کاري اسانتیاوو د برابرولو او ښو تشریفاتي خدمتونو وړاندې کولو مسئولیت پر غاړه لري چې د افغانستان بانک مرکزي ادارې یا اړوندو ښاري څانګو ته د خپلو ورځنیو چارو د ترسره کولو لپاره مراجعه کوي.
. 3 د ټرانسپورټ مدیریت
دا مدیریت د بانک کارکوونکو او د رسمي ورځنیو چارو لپاره د ټرانسپورټي اسانتیاوو د برابرولو مسئوليت پر غاړه لري.
. 4 اداري مدیریت
د سندونو لیکل، د صادره او وارده رسمي لیکونو، پوښتنپاڼو او غوښتنليکونو طی مراحل، برېښنا لیکونو ته ځواب ورکول او داسې نورې اداري دندې لکه د مهالوېش ترتیبول او په فزیکي او برېښنايي ډول د افغانستان بانک د اړوندو آمریتونو ترمنځ د معلوماتو تبادله کول د دې مدیریت بنسټیزې دندې دي.
د ودانیزو چارو مرستیالیت
د ودانیزو چارو مرستیالیت په مرکز او ولایتي نمايندګيو کې د افغانستان بانک د ټولو ودانيو د جوړولو او ترمیمولو مسئوليت پر غاړه لري. سربېره پر دې، د افغانستان بانک د اړوندو آمریتونو لپاره د ودانیزې بودجې ترتیبول هم د دې مدیریت له دندو څخه ګڼل کیږي. دا مرستیالیت لاندې درې مدیریتونه لري:
. 1 د پام ساتنې (حفظ او مراقبت) مدیریت
د مرکزي بانک حفظ او مراقبت او پاکول د دې مدیریت بنسټیزې دندې دي.
. 2 د املاکو مديريت
د املاکو مدیریت د غصب د مخنیوي او د مرکز او ولایتونو په کچه د عواېدو د کچې زیاتولو په موخه د افغانستان بانک د ملکیتونو د کرایې تړونونو د چارو تنظیمولو مسئولیت پر غاړه لري.
. 3 د انجينرۍ مديریت
د انجینرۍ مدیریت د سروې ګانو د مقدماتي مطالعو د ترسره کولو، د (کوچنیو پروژو) د طرحې او ډیزاین او د ولایتونو په نمايندګيو کې د پروژو د رغولو او ترمیمولو چارو د ترسره کولو، د هغو پروژو د سندونو بیاکتلو چې د افغانستان بانک ته رالېږل کېږي، د رغونې او ترمیم پروژو لپاره د آفر پرانېستنې په غونډو کې ګډون او د پروژې د کار له بشپړېدو وروسته عامل پلاوي ته د پروپوزل ترتیبولو مسئوليت پر غاړه لري.