په بانکونو کې د امنیتي لګښتونو د راکمولو په اړه غونډه جوړه شوه
کابل، د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ ۲۶ مه – په افغانستان بانک کې د بانکونو د امنیتي لګښتونو د راکمولو په اړه غونډه جوړه شوه.
دا غونډه چې د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ جوړه شوې وه، نوموړي د دې ډول غونډو جوړول د خورا ارزښت وړ وبلل.
ښاغلي نوشېر یادونه وکړه چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې په هېواد کې د بانکدارۍ په برخه پراخې آسانتیاوې رامنځته کړي او تر څنګ یې په دې برخه کې په لا زیاتو امنیتي همکاریو ټينګار وکړ.
په دې غونډه کې په بانکونو کې د امنیتي لګښتونو د راکمولو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او د دې لګښتونو په برخه کې د عامه ساتنې د ملي تصدۍ سره په یو شمېر برخو کې د لګښتونو په راکمولو هوکړه وشوه.
د عامه ساتنې ملي تصدي په هېواد کې د بېلابېلو برخو د امنیتي مسئولیت ترڅنګ د بانکونو د ساتنې مسئولیت هم په غاړه لري.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د بانکونو د اتحادیې رییس ښاغلي نجیب الله امیري او د عامه ساتنې د ملي تصدۍ مرستیال ښاغلي سهیل احمد عزیزي هم ګډون کړی وو.