د افغانستان بانک د ACCA د کارفرما په توګه ومنل شو
![افغانستان بانک د ACCA د کارفرما په توګه ومنل شو](/sites/default/files/2019-10/da_afghanistan_bank_-_pd_certificate_final.png)
کابل، ۱۳۹۸ کال د تلې ۱۴– د افغانستان بانک د ACCA له لورې د یو لړ ټاکل شویو شرایطو او معیارونو له بشپړولو وروسته د یاد سازمان د منل شوي کارفرما سند ترلاسه کړ.
د افغانستان بانک سرپرست او دویم مرستیال، ښاغلي محمد قسیم رحیمي په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د یاد سازمان له لورې د کارفرما په توګه د افغانستان بانک منل کیدل یوه لاسته راوړنه یاده کړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک د کارفرما په توګه د منل کیدو په موخه په نړیواله کچه یو لړ شرایط پوره کړي دي.
ښاغلي رحیمي د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل چې د پیسو نړیوال صندوق له لورې له ټاکل شویو موخو څخه یوه یې د ACCA په ګډون په اړونده برخو کې د مسلکي کدرونو درلودل دي، چې له نیکه مرغه د ACCA له لورې د کارفرما سند په ترلاسه کولو سره د افغانستان بانک وتوانید څو دا معیار په بریالیتوب سره بشپړ کړي.
په پای کې د مالي او محاسبې عمومي آمر، ښاغلي سید یونس سادات د لوړو زده کړو په یاده مؤسسه کې د افغانستان بانک د منل کیدو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ACCA یوه منل شوي مؤسسه ده چې د نړۍ د ۱۷۸ څخه زیاتو هیوادونو کې د مسلکي او تخصصي زده کړو په برخه کې عملاً فعالیت کوي.
ښاغلي سادات زیاته کړه، هغه کسان چې د افغانستان بانک د محاسبې، داخلي پلټنې، څارنې او علمي څېړنو په برخو کې کار کوي، د ACCA تصدیق پاڼې درلودل ورته خورا مهم ګڼل کیږي.
د یادولو وړ ده چې په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د بېلایلو برخو آمرینو او مرستیالانو، د بانک مالي سلاکار، د افغانستان بانک د مختلفو برخو یو شمیر مدیرانو او کارکوونکو هم ګډون کړی ؤ.