د اطلاعاتو او معلوماتو د شریکولو هوکړه لیک لاسلیک شو

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۴:۲۲
د اطلاعاتو او معلوماتو د شریکولو هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل ۱۳۹۸ کال د لړم ۹ مه – د افغانستان بانک او د لویې څارنوالۍ تر منځ د پیسو وینځلو، له تروریزم د ملاتړ او نورو جرایمو  سره د مبارزې په برخه کې د اطلاعاتو او معلوماتو د شریکولو هوکړه لیک لاسلیک شو.

په هغه غونډه کې چې د افغانستان بانک د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر د دې هوکړه لیک د ارزښت او څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

نوموړي یاد هوکړه لیک د پیسو وینځلو،له تروریزم څخه د ملاتړ او نورو جرایمو  سره د مبارزې په برخه کې د خورا ارزښت وړ یاد کړ.

په ورته وخت کې له فساد سره د مبارزې په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال ښاغلي خواجه عبدالحق احمدي هم د یاد هوکړه لیک لاسلیک د لویې څارنوالۍ او د افغانستان بانک تر منځ د اطلاعاتو او معلوماتو د شریکولو په برخه کې ګټور یاد کړ.

نوموړي یادونه وکړه، که څه هم له دې وړاندې د افغانستان بانک او لویې څارنوالۍ په دې برخو کې همکاري درلوده، خو د دې ډول هوکړه لیکونو په لاسلیک سره به په دې برخه د یادو ادارو تر منځ همکارۍ لا زیاتې شي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام وویل، لویې څارنوالي له یو شمېر نورو ادارو سره هم دا ډول هوکړه لیکونه لاسلیک کړيچې غوره لاسته راوړنې لري.

باید وویل شي چې په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د مالي راپورونو او معاملاتو د شننې مرکز لوی آمر ښاغلي نثار احمد یوسفزي د یاد هوکړه لیک په ماهیت خبرې وکړې او د غونډې ګډونوالو ته یې په دې اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه چې د لویې څارنوالۍ سره د دې هوکړه لیک په لاسلیک سره به په تخنیکي برخو کې همکارۍ لا زیاتې شي او په ښه ډول د پیسو وینځلو، له ترویزم څخه د ملاتړ او نورو مالي جرایمو په برخه کې مبارزه وشي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۹
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ له مسئولینو سره وکتل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ای سي جي ایف)  له مرستیال ښاغلي ډرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره وکتل. د دې غونډه موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۸:۳۳
Background image

د افغانستان بانک له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۸ کال د محرم الحرام ۲۹- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي د ۱،۱۴۱،۶۶۰،۰۰۰ (یو میلیارد او یو سل و یو. . .

بېرته خبرونه ته