د افغانستان بانک له افغان پست شرکت سره د مرستې ژمنه وکړه

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۷ - ۱۰:۴۸
د افغانستان بانک له افغان پست شرکت سره د مرستې ژمنه وکړه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۶ مه – د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي وحدالله نوشېر د افغان پست شرکت له استازو سره د مالي خدمتونو او عوایدو د راټولونې په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې چې د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوې وه، د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال د افغان پست شرکت د اړوندو چارو په اړه د دغه شرکت له مسئولینو سره خبرې وکړې او له یاد شرکت سره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي نوشېر وویل، د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېوادوالو لپاره د مالي خدمتونو او عوایدو راټولونې په برخه کې پراخې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د دې لیدنې په ترڅ د افغان پست شرکت رئیس ښاغلي احمد وحید ویس د مالي خدمتونو او عوایدو د راټولونې په برخه کې له یو شمېر ستونزو یادونه وکړه او هیله یې وښوده چې د افغانستان بانک به یې یادو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې مرسته وکړي.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې د عوایدو راټولونې او مالي خدمتونو په برخه کې د هېوادوالو د هوساینې لپاره پراخې آسانتیاوې رامنځته کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د افغانستان بانک له سویل لویدیځ زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الثاني ۶ مه - د افغانستان بانک له اړوندو  کړنلارو سره سم د ۴۰۵،۸۹۲،۰۰۰ (څلور سوه پنځه میلیونه او اته سوه دوه نوي زره) افغانیو په ارزښت له سویل لویدیځ زون څخه راټول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۲۱
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال په ترکیه کې د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې له مشر سره ولیدل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي چې ترکیې هېواد ته یې سفر کړی، د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې  (TKBB)  له مشر ښاغلي اسماعیل یورال او د دې ټولنې. . .

بېرته خبرونه ته