د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه
۱۴۰۰ کال د وري ۳۱ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د بانکونو تر منځ د هغمږۍ پر زیاتوالي، منځنیو او کوچنیو تشبثاتو ته د پورونو د ورکړې په برخه کې د اړینو آسانیتاوو په رامنځته کولو او یو شمېر نورو بانکي موضوعګانو خبرې وشوې.
د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د سوداګریزو بانکونو له استازو وغوښتل څو د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د بانکي خدمتونو په وړاندې کولو، پور ورکولو او یو شمېر نورو بانکي برخو کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي او په دې وسیله د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې خپل مثبت رول ادا کړي.
باید وویل شي چې په دې غونډه کېد سوداګریزو بانکونو استازو هم د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو ژمنه وکړه او یادونه یې وکړه هغه کسان چې غوره اقتصادي پلانونه ولري دوی به د پورونو د ورکړې په برخه کې دوی ته اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.